د ارواښاد باراني شاعري – عصمت الله صالح

د ارواښاد باراني شاعري – عصمت الله صالح

زموږ د ژبې ګڼ اصطلاحات داسې دي چې که یې په خوله راوړو، ممکن د اورېدونکي په سطحي تصور کې، له ژبې او ټولنې سره د ظالم جامه پر تن کړو. نو په همدې خاطر زه د ارواښاد باراني د شخصیت په اړه څه نه لیکم او دا هم نه وایم چې دی یو غرق انسان و، بلکې ښه به دا وي چې په مستقیماً یې پر اوچته شاعرۍ خبرې وکړو.
ما چې د ارواښاد باراني شعرونه ولوستل، نو د یوې نادرې خوښۍ احساس مې وکړ او د یوازیتوب له کړۍ مې په ناپایه ګڼه – ګوڼه کې پښه کېښوده. دا هوس په دې مانا نه چې ګواکې باراني په غمجنو تورو زمانه غندلې یا يې د خپل سکوت له هرې شېبې سر ټکولی او د یوه درانه خوب په ارمان یې سترغړي پړسېدلي، بلکې د زبردست ازاد نظم په فورم کې، د باراني هره وینا د ژوند له سکون‌سازه رنګونو مالامال ده او پر موږ د مبارزې هغه خوند څکي چې باید هر انسان پرې ژبه تېره کړي.
باراني وايي؛
زمانه ناسته ده تاریخ لیکي
د کمپیوټر سپېڅلي روح د وینو بوی نیولی
او رسنۍ له رواني تکلیف نه نه‌شي وتی
تاریخ لا هرڅه لیکي
ټلوېزیونونه لا هر څه خپروي
حتی زما د برايي ناهیلي
چې مې له ستوني تېر کړل
ټول ګیلاسونه، میخانه او ساقي…
Google د وینو او جګړو له تصویرونو ډک دی
چا لا هم داسې قهرمان ونه‌موند
چې د ګوګل حافظه وتښتوي
د مجازي نړۍ اروا پاکه کړي
ټول تصویرونه د جګړو ډیلېټ کړي
ټول تاریخ وسوځي
او د بمونو خولو کې وکري
ګلان د مینې
په پورته نظم کې باراني ګیله کړې، خو دا خوابدي یې له ژونده نه، بلکې له هغه چا ده چې ژوندکولو ته یې ټټر وهلی – یانې دی هغه چا ته د شک ګوته نېغوي چې د انسانیت له ټولو ځانګړنو سربېره بیا هم پر خپل روان او روح تفکر او غور ته وخت نه ورکوي، او د ژوندکولو پرځای د ژوندتېرولو د آیډیا پلوي دي.
سینوهه لیکلي: “…لږ موده وروسته متوجه شوم چې د کرت د خلکو په ژبه کې داسې کلمه نه‌شته چې له امله یې خلک د مرګ په معنا پوه شي او خلک داسې عیاشي او ساتېري کوي چې هېڅکله د مرګ په مانا پوه نه‌شي. که څوک مړ شي د جنازې د لېږد له‌پاره له ډول – ډول چلونو استفاده کوي، څو څوک پوه نه‌شي، چې کوم سړی یا ښځه مړه شوې ده…”
زمانه ناسته ده تاریخ لیکي
د کمپيوټر سپېڅلي روح د وینو بوی نیولی
او رسنۍ له رواني تکلیفه نه‌شي وتی
تاریخ لا هرڅه لیکي
ټلوېزیونونه لا هر څه خپروي
خو ارواښاد باراني د کرت د خلکو غوندې د مرګ تصور نه غندي، بلکې لوی هدف یې د ژوند د هغه اړخ سپړل دي چې تر ډېره پکې د عشق نغارې غږول کېږي – مانا باراني فرید خلک د مرګ پرځای حیات ته رابولي، خو داسې ژوند ته نه لکه موږ چې یې تېروو، بلکې د ورځنیو چارو (ژوند) هغه تسلسل، کوم چې په ژوند کې د ژوند لویه غوښتنه ده.
باراني الې هم مجبورې ګڼي چې له دغه جبره د وتو دومره چل نه ورځي، څو د انسان په نامه دغه مخلوق ته د اختیار زېری ورکړي – مانا که د ارواښاد شاعري ژوره مطالعه شي، دی اصلاً په لوستونکي د ژوند د هغه اساسي راز د حِسېدو مسلسلې هڅې کوي چې له آدمه تر اوسه د دغه واټن یوه ځانګړې مانا کېدای شي، او باید چې هر انسان یې وسپړي.
چا لا هم داسې قهرمان ونه‌موند
چې د ګوګل حافظه وتښتوي
د مجازي نړۍ اروا پاکه کړي
ټول تصویرونه د جګړو ډیلېټ کړي
ټول تاریخ وسوځي
او د بمونو خولو کې وکري
ګلان د مینې
لنډه دا چې د ارواښاد فرید باراني د ژورو فکرونو او لوړو خیالونو په دغه کُلیات کې – چې د ګل رحمن رحماني په زیار سمون خپروندویې ټولنې تازه چاپ کړی – لوړه سېمبولیکه شاعري ده چې پکې د هر شعر هر بند، هره کلمه د ژوند تعرف کوي او ویلای شو چې د شاعر سکوت په رښتیا هم سندرې وايي.
ارواښاد وايي؛
دلته د شپو په تن کې
د یوه ستړې زړه غوغا ویده ده
زه لا د خونې له کړکۍ سره خواله کومه
سکوت سندرې وايي
لانده کالي مې د تناب په سر ګډېږي راته
تیارې مې غېږ کې نیسي




t