د ملنګ جان ادبي دیره پرانیستل شوه

د ملنګ جان ادبي دیره پرانیستل شوه

پرون د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت ننګرهار کې د ملنګ جان ادبي دېره د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه .

دا د خپلواکۍ د کلیزې د نمانځنې لپاره د پیل شویو پروګرامونو د دوام یوه برخه وه چې پرونه ترسره شوه.

د ننګرهار مطبوعاتي مرکز وايي، غونډه په بهسودو ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، پر مهال یې د یادې دیرې بنسټګر شیرشاه همدرد وویل، د دېرې پرانیستلو څخه یې موخه د ملنګ جان ملي او د وطنپالنۍ فکر پالل،ځوانانو ته په فکري ډول روزنه ورکول او د کرکې پر ځای مینې خپرول دي .

د ولسمشر ستر سلاکار دوکتور لعل پاچا ازمون هم په دې غونډه کې وینا وکړه.

هغه د ملنګ جان د ژوند او فن په اړه علمي لکچر وړاندې کړ.

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ريس اورنګ صميم د خپلواکۍ په وياړ خپلې برنامې شريکې کړې او ژمنه يې وکړه چې د ملنګ جان مزار به ورغوي .

په دې مراسمو کې ځانګړې مشاعره هم وشوه چې لسګونو ځوانانو د غونډې د مشاعرې په برخه کې د وطنپالنې په روحيه خپل شعرونه هم ولوستل چې د دېرې د ګډونوالو په تودو ولولو بدرګه شول .



خبر، ملنګ جان ادبي دیره
t