د قطر يادښتونه – دویم

د قطر يادښتونه – دویم

د قطر په غونډه کې ګډون د ډېرو کسانو هيله وه خو د سفر برابرونکو او ښکېلو لوريو داسې کسان غوښتل چې قومي ، حکومتي ، ژبنۍ ، ګوندي او حتى سمتي موازنه په کې برابره وي ترڅو بيا څوک له دې غوړې مړۍ ځان بهر وويني چې په همدې اساس ويل کيږي څو ځله لېستونه ښکته او پورته شوي.
د قطر ناسته چې د جرمني هېواد په مالي مرسته او د قطر د بهرنيو چارو وزارت په مستقيمه همکارۍ تنطيم شوې وه ، په دې ناسته کې د ګډون کوونکو غړو لېست داسې برابر شوى و چې د حکومت ، سياسي ګوندونو، ملي شورا، مدني ټولنو او د ژورنالېستانو استازو ته په کې ونډه ورکړل شوې وه .
دا لېست دومره محفوظ و چې حتى ډېرى غړي يې نه پوهېدل چې له دوى سره په دې سفر کې څوک دي، کله چې د حامدکرزي د هوايي ډګر وي اى پي کې د چنګاښ په ١٦مه د شنبې ورځ سهار اووه بجې سره يوځاى کېدو ، نو ايله د سفر ملګرو له يوبل سره وليدل او وپوهېدل چې په دې سفر کې څوک سره ملګري دي .
په هوايي ډګر کې دوه سالونونه ددې سفر تلوونکو غړو ته ځانګړي شوي و، د هوايي ډګر په يوه سالون کې يو جرمنى ټيم ناست و او د هر ورتلونکي کس نوم به يې په لېست کې په نښه کاوه او د تګ په اړه به يې له ډېرو جزيياتو پرته اندکې لارښوونه ورته کوله .
تر ډېره لوړپوړي چارواکي په يوه سالون او نور کسان په بل سالون کې ناست وو. د سفر لپاره د قطر هېواد يوه پرمختللې الوتکه چارټر شوې وه او له ياد پلاوي پرته بل چا په الوتکه کې د تګ اجازه نه لرله ، دا لوتکه مستقيما دوحې ته تلله ، خو قطر ته نور عادي مسافر لومړى اماراتو ، بيا کويټ او وروسته قطر ته ځي، قطر افغانستان ته مستقيم پرواز نه لري او همدارنګه له اماراتو سره هم د سياسي کړکېچ له امله مستقيم پرواز نه لري، خو موږ د سولې له برکته نه يواځې په يوه پرمختللې الوتکه کې چې همدې پلاوي ته ځانګړې شوې وه تللو ، بلکې مستقم مو دوحې ته پرواز درلود او بيا هلته هم د قطر د امير په ځانګړي هوايي ډګر کې ښکته کېدو.
نو مخکې له دې چې له کابله د قطر پرلور پرواز وکړو په هوايي ډګر کې ځينو کسانو هڅه کوله چې ددې پلاوي واکداري په خپل کنټرول کې واخلي او بيا هلته په قطر کې له يوه ښه موقف څخه راوړاندې شي، خو بس افغانانو کې نيم منى نشته ټول من دي نو په همدې اساس دا هڅه تر ډېره بې پايلې وه .
په هوايي ډګر کې د پرواز تر وخته نږدې دوه نيم ساعته د پلاوي زياترو غړو دوه په دوه خپلمنځي ملجس درلود، يا ځينو فېسبوک او ټويټر کوت او يوه نيم به بيا تر ما بتره خپلې بدرنګې څېرې ته مبايل ونيوه او کوږ سلفي به يې واخيست .
په دا دومره ډله کې چې شاوخوا ٤٠کسان په کې شامل وو، يوه هم په دې بحث ونه کړ چې د قطر په ناسته کې بايد په کومو موضوعاتو خبرې وکړي ، څه ډول خپله همغږي جوړ ه او د خبرو پرمهال يوه خوله او يو فکر شي، په هوايي ډګر کې له پروازه مخکې راته خبره ورانه ښکارېده ، خو کله چې الوتکې ته پورته شو او پرواز پيل شو، نو تر يوڅه ځنډ وروسته حضرت عمر زاخېلوال له خپلې څوکۍ را پورته شو او د څو نورو څوکيو ناست ملګري به يې راجرګه کړل او ورته ويل به يې چې کله په دوحه کې شېراتون هوټل ته ورسېدو تر لږ دمې وروسته بايد مذاکر کوونکى ټيم لومړى خپلمنځي جلسه ولري چې د سبا ورځې رسمي غونډې پرمهال له طالب استازو سره په کومو لومړيو مهمو موضوعاتو بحث وکړي او کوم موضوعات ورسره نهايي کړي. زاخېلوال ويل چې ترڅو موږ او تاسو په خپلو کې پوره همغږي او همفکري ونه لرو نو ستونزمنه به وي چې د افغانستان د خلکو د هيلې مطابق لاسته راوړنه ولرو او يا دې طالب استازي قانع کړاى شو ، نو ښه دا ده چې خپل مهم لومړيتوبونه په اتفاق ارا سره بېل او پرهغو په يوه خوله بحث وکړو او بيا کولى شو چې د غونډې په ازاد بحث کې خپل نور نظريات هم سره شريک کړو.
الوتکه کې د زاخېلوال دغه اقدام دومره ښه شو چې حد اقل د سفر تلوونکو غړو ته يې د خبرو او اجنډا جوړولو يو ذهنيت ورکړ او بيا ټول په دې فکر کې شول چې هوټل ته په رسېدو سره به دوى په خپلمنځي غونډه کې په کومو موضوعاتو بايد بحث وکړي چې بيا هغه خپله چمتو کړې اجنډا سبا له طالب استازو سره بحث ته وړاندې کړي.
الوتکه کې چې د پلاوي لپاره په زړه پورې خواړه چمتو شوي وو ، په وقفه يي ډول يوپه بل پسې راوړل کېدل ، خو په الوتکه کې هم بيا ځينې دوه او درې کسان سره په مجلس ګرم وو، د ځينو خوب وړو خرهار راپوته کېده او ځينو د الوتکې په څوکيو کې په نصب تلوېزيوني پرده کې وېرونکي فلمونه کتل. الوتکه مو له څه باندې درې ساعته مزل کولو وروسته په دوحه کې د قطر د امير په ځانکړي هوايي ډګر کې راښکته او د څو پستو قطري چارواکو له خوا چې تا به ويل په لومړي ځل يې دلته لمر وليد د پلاوي ښه راغلاست ته ولاړ وو. د ګرمۍ درجه ٤٨ وه او قطري چارواکو هم د ګرمۍ له امله په بېړه د هوايي ډګر يوه سالون ته چې ښکلا ته يې ګوته په غاښ کېدې ننويستو ، تر لږ انتظار وروسته يې زموږ وېزه او دخولي ټاپه پر پاسپورټونو ووهل. د سترګو په رپ کې څو قطري ځوانانو قيمتي مزداره خرما، تور، شين چاى او يوه وړوکې پياله قهوه راوړل ، بيا نو تر لږ دمې وروسته په تورو ښيښو موټرو کې د شېراتون پنځه ستوري هوټل پر لور چې زموږ د استوګنې لپاره په کې ځاى نيولو شوى و، وخوځېدو . له هوايي ډګره تر هوټل پورې مو نږدې شل دقيقې لار چې ټوله منظره، او زړه وړونکې وه ننداره کړه او د قطر له پرمختګ، ښکلا او ابادۍ څخه مو خوند واخيست او هوټل ته نږدې د ماسپښين دوه بجې ورسېدو .
ټولو ملګرو ته په يواځې توګه خونې ووېشل شوې او تر يوڅه دمې وروسته د ناستې بلل شوي غړي د سبا ورځې د اجنډا جوړېدو او د کليدي موضوعاتو په اړه سره په يوه سالون کې جرګه شول، چې نږدې دغې خپلمنځي ناستې دوه ساعته دوام وکړ.
د ناستې غړي له خپلمنځي خبرو خوښ ښکارېدل او د سبا ورځې د خبرو لپاره يې مهم ټکي سره وروستي کړي و، خو ددوى يوبل پرمختګ هم په برخه شوى و چې ټاکل شوې وه ماښام مهال د دې هوټل په يوه سالون کې د افغان سولې لپاره د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره وګوري، ځکه هغه له طالب استازو سره د اووم پړاو خبرې چې تر يوې اوونۍ زياتې روانې وې ددغې افغاني ناستې د جوړېدو په موخه دوه ورځې ځنډولې وې او غوښتل يې چې د خپلو خبرو نچوړ له دې پلاوي سره شريک ترڅو د هغه په رڼا کې پلاوى له ښو معلوماتو سره له طالب استازو سره د خبرو مېز ته کېني.
لږ شېبه نه وه وتلې چې خليلزاد د هوټل په عمومي دهليز کې له څو کسانو سره راڅرګند شو او ددې پلاوي له ځينو غړو سره يې په همدې هليز کې روغبړ وکړ. خليلزاد تر لږ درېدو وروسته اجازه واخيسته او ددې هوټل کوم بل لور ته روان شو.
موږ د ګوتو په شمېر ژورنالېستان چې په دې سفر کې له ياد پلاوي سره مله وو، نو د هوټل دهليز مو د چارواکو ، د پلاوي د غړو او طالب استازو د پيدا کولولپاره مناسب ځاى وباله ، ځکه دوى به چې هرځاى تلل نو پر دې دهليز يې لاره و، نو موږ هم همدلته ورته کمين شو او دا ژورنالېستيکي کمين مو دومره بريالى او سنجيده و چې يو هم زموږ د کامرو له سترګکيو پټ نه شواى تېرېداى نو اړ و چې بايد يوڅه راته ووايي.

لیکنه: حکیم بشارت، چې په قطر کې د بین الافغاني خبرو پرمهال د خبریال په حیث دغې غونډې ته تللی و.



د قطر ناسته، لیکنه، ګډونوال
t