هلمند کې د بدن د ښکلا سيالي جوړه شوه

هلمند کې د بدن د ښکلا سيالي جوړه شوه

دغه سيالي چې د خپلواکۍ سلمې کليزې په پار د لښکرګاه ښاروالي په مالي ملاتړ او د ځوانانو امريت سره په همکارۍ په لاره اچول شوې وې، پکې د بيلابيلو وزنونو لوبغاړو ونډه اخيستې وه.

هلمند والي لوبې د روغتيا او غوره ټولنې لپاره اړينې وبللې او زياته يې کړه، چې لوبې د سولې او يووالي سمبول دی.

ښاغلي ياسين ټول لوبغاړي تشويش کړل او هم يې د خپلواکۍ د بيرته ترلاسه کولو سلمې کليزې غوره لمانځلو برخه کې د ورزشي سياليو او نندارو پر ترسراوي ټينګار وکړ.

د سياليو په پای کې لومړي او دوهم مقام ګټونکو ته چمتو شوې ډالۍ ورکول شوې او هم د لوبغاړو له لوري هلمند والي، لښکرګاه ښاروال او د ولابت مقام مالي او اداري رئيس ته د وياړ بګړۍ ور پر سر شوې.




t