د کمپاینونو په اړه! مشتاق رحیم

د کمپاینونو په اړه! مشتاق رحیم

را روانه اونۍ د ولسمشریزو ټاکنو کمپاینونه پیل کیږي. کمپاین او د نورو کاندیدانو په مقابل کې خپل کاندید غوره ښودل او له دې لارې د خلکو باور لاس ته راوړل د ټاکنیز سیاست مهمه برخه ده. خو ډیر پام کوئ چې د ټاکنیزو کمپاینونو په دې لنډ بهیر کې درڅخه خپل شخصیت خراب نه شي، ملګري خفه نه شي او داسې چاره ترسره نه شي چې د ټول عمر دپاره درته د وجدان د عذاب باعث شي.

په ۲۰۱۴ کې مې ملګري ولیدل چې د کلونو کلونو ملګرتیاوی یې د غني او زلمي رسول په سر خرابې کړې، خو کله چې ټاکنې دویم دور ته لاړې، هماغه د زلمي رسول د لومړۍ حلقې خلک د ډاکټر غني په ټیم کې پاس ناست وو او هغه پخواني وفادارنو دپاره د ناستې ځای نه وو. یو شمیر ملګري د نورو په انګړونو ور واوښتل، د چا د خور لمنۍ باندې یې مردادري باد کړه او د چا د لور، اوس ګورو چې هغه ټول ناځوانمردانه زیار عبث شو، هغه مو چې کنځل هغه اوس ښاغلي دي، یو شمیر چې د خپلو ارزښتونو په بیه یې کنځل کول، هیڅوک نه دي!

کاندیدان به په هیڅ هم نه وي بند او نه به بند شي. په افغانستان کې په ارزښتونو ولاړ سیاست لا مروج نه دې او همدا لامل دې چې دا څه موده د بې ناموسۍ ډنډورو ته هوا ورکړل شوی ترڅو یو کاندید د بل لخوا ولس ته کم وښودل شي. د خپلې خوښې کاندید دپاره د خپلو ارزښتونو په رڼا کې کمپاین وکړئ، هر کله چې مو کمپایني چارې ارزښتونو سره ټکر کې وې، که نور مو وس نه کیږي، ځان ترې څنډې ته کړئ. د افغانستان سیاست په ماملو روان دې، آیډیال پکې څه نه شته، که د آیډیال خبره مطرح وای نو ۲۰۱۴ کې به وای، خو ګورو چې آیډیال هسې هوايي کیسې دي. خپل د خوښې کاندید دپاره پوره هڅه وکړئ، خو ناځوانۍ ته هم چمتو وسئ، توقعات مو تر کنټرول لاندې وساتئ، داسې نه شي چې بیا زړه خورئ، لکه چې ډیر دا تیر پنځه کاله خوري. پام چې د خپل جیب نه مصرفونه ونکړئ، هر کاندید ښې ډیرې نغدې لري، د جمات خټې نه دي، مصرف پوره ترلاسه کړئ.

او بیا یې وایم؛

آیډیال کاندید نه شته، په دا شته کسانو کې به سره ګزاره کوو!

او ورستۍ خبره دا چې؛

کاش ټاکنې مو د سولې د بهیر د تکمیل نه پس درلودې. همدار راز، په کوم ډول چې ټاکنو ته چمتو والې مدیریت شوې، له بده مرغه، دا ټاکنې اوس نه وینم چې هیواد به ستر بحران خواته وړي، داسې بحران چې ۲۰۱۴ به مو هیر شي. زما به دعا وي، تاسې هم دعا وکړئ چې ناسم ثابت شم.



t