انګلینډ له ریکارډ سره ایرلینډ مات کړ

انګلینډ له ریکارډ سره ایرلینډ مات کړ

د انګلستان او ایرلنډ ترمنځ ټيسټ لوبه پای ته ورسیده.

ایرلینډ که څه هم د لوبې په لومړي اننګز کې انګلستان سخت راګیر کړ، خو په دویم هغه کې بیا ایرلینډ له انګلستان هم سختو شیبو سره مخ شو.

انګلستان په لومړي اننګز کې یوازې ۸۵ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځیدل. د ایرلینډ تکړه توپ اچوونکي ټیم مورټاګ پنځه انګلستاني لوبغاړي وسوځول.

ورپسې ایرلینډ بیټینګ وکړ، له انګلستان یې ۱۲۲ زیاتې منډې وکړې او په ۲۰۷ منډو کې ټول وسوځیدل.

انګلستان په دویم اننګز کې ښه راتګ وکړ، د جیک لیچ ۹۲ او جیسن رای ۷۲ منډو پر مټ یې په ایرلینډ ۱۸۱ منډې واړولې او ۳۰۳ منډې یې وکړې.

ایرلینډ بلاخره د وروستي اننګز لپاره ښکته شوه، یوازې ۳۸ منډو باندې ټوله لوبډله وسوځیده او لوبه د انګستان په بریا پای ته ورسیده.

باید یاده شي چې په کمو منډو سوځیدلو کې ایرلینډ دریم هیواد شو، له دې وړاندې استرالیا او انګلینډ یو بل په ۳۶ منډو سوځولي ول. همداراز هند او ځیني نور هیوادونه هم په کمو منډو سوځیدلي دي.

 

 


نړیوال کرکټ، سپورټ
t