د افغانستان ۷۵ سلنه خلک له فورجي او تري جي انټرنیټ څخه برخمن دي

د افغانستان ۷۵ سلنه خلک له فورجي او تري جي انټرنیټ څخه برخمن دي

د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت په افغانتسان کې ۷۵ سلنه خلکو ته د فورجي او تري جي انټرنیټي اسانتیاوو د برابریدو خبر ورکوي.

د وزارت د پلان جوړونې او پالېسۍ ریس میرویس نیک مل د اجرایه ریس ډاکټرعبدالله په مشرۍ یوې جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې له ۹ ولایتونو پرته د مخابراتي شبکو دا انټرنیټي خدمتونه رسیدلي.

د سرچینې په وینا له دغو ولایتونو پرته نور ټول د فایبر نوري له شبکې سره وصل شوي.

دا خبرې په داسې حال کې دي، چې هره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د مخابراتي شبکو د ټلیفوني او انټرنیټي خدمتونو د بې کیفیتۍ او فساد څخه شکایتونه کیږي.



3G 4G افغانستان انټرنيټ ساينس او ټکنالوژي

تبصره وکړئ

avatar
t