اروپايي ټولنه: بوریس جانسن ښايي له نویو ننګونو سره مخ شي

اروپايي ټولنه: بوریس جانسن ښايي له نویو ننګونو سره مخ شي

اروپايي ټولنه وايي، د بریتانیا لپاره نوی ټاکل شوی لومړی وزیر بوریس جانسن شاید له نویو ننګونو سره مخ شي.

جانسن باید له هر څه وړاندې لومړی له اروپايي اتحادیې د انګلستان د وتلو په اړه چې د راروانې اکټوبر میاشتې ۳۱ ورته اخري ضرب الاجل ټاکل شوی، ډیر تمرکز وکړي.

جانسن ویلي غواړي پر هغوی لویو توافقاتو بیا له اروپايي اتحادیې سره مذاکرات وکړي چې مخکینۍ لومړۍ وزیرې ورسره امضا کړي ول.

خو بل پلو د اروپایي ټولنې مشرانو ویلي و چې له اتحادیې د انګلستان د وتلو د هوکړه لیک په اړه نویو خبرو ته اړتیا نشته.

د اروپا د کمیسیون نوې مشرې اورزولا فان در لاین ویلي، که لندن قانع کوونکي دلایل وړاندې کړي، نو لیواله دي چې د مذاکراتو فرصتونه تمدید کړي.

هغې جانسن ته د لومړي وزارت مبارک ویلي او زیاته کړې یې ده چې په مخکې سختې دورې لري او هیله یې ښودلې چې د اروپایانو او بریتانویانو لپاره ښو پایلو ته ورسیږي.

بوریس جانسن شا او خوا اوونۍ وړاندې د ترزا می پرځای د انګلستان لومړی وزیر وټاکل شو.

 

 

 



نړۍ، برتانیا، اروپايي اتحادیه
t