فرهان یوسفزی: کرکټ بورډ له مالي اړخه پياوړی کوو

فرهان یوسفزی: کرکټ بورډ له مالي اړخه پياوړی کوو

د افغانستان د کرکټ بورډ لپاره نوی ټاکل شوی رییس وایي، غواړي افغان کرکټ بورډ له مالي اړخه په خپلو پښو ودروي او پیاوړی یې کړي.

کرکټ بورډ د فرهان یوسفزي له قوله لیکي:

«ویاړ لرم چې د کرکټ بورډ ادارې د مشر په توګه دروند مسوولیت راته راسپارل کېږي، کرکټ زموږ د عظیم ملت د خوښیو او سترو ویاړونو سرچینه ده. له ټولو مالي ملاتړ کوونکو سره په ګډه به په داخلي او بهرنۍ کچه د کرکټ د لاپیاوړتیا لپاره کار کوو.»

یوسفزي زیاته کړې پر بنسټیزو چارو او زېربناو هم ډېر تمرکز کوي، سربېره پر دې د لوبغاړو لپاره تخنیکي اسانتیاوې رامنځته کول او په روڼ ډول د ټولو چارو پر مخ وړل ورته لومړیتوب لري.

سرچینه د هغه د وینا له مخې لیکي؛ افغان لوبغاړو په ډېر کم وخت کې ډېرې زیاتې لاسته راوړنې درلودې، د دوی د لاسته راوړنو باید قدر او ستاینه وشي او چې کله هم کوم افغان لوبغاړی له کرکټ سره مخه کوي نو له دوی به په اړونده برخه کې ګټه اخیستل کېږي، ځکه رښتیني اتلان همدوی دي.

دی وايي پر لوبغاړو باید کار وشي، د هغوی له زړه قدرداني وشي، څو نور هم پياوړي او هیواد ته خوښي راوړي.

کرکټ بورډ وايي، یوسفزي د خبرو په لړ کې د روزونکو بدلون ته هم اشاره وکړه ځکه چې په وینا یې، د لوبغاړو ټوله روزنه او پیاوړتیا په روزونکو پورې تړلې وي، روزونکي چې هر څومره ځیرک او تجربه لرونکي وي، لوبغاړي په ښه ډول روزلی شي او غوره او پياوړي لوبغاړي د دوی د ډېرو هڅو او هلو ځلو په پایله کې موندل کېږي.

باید وویل شي چې فرهان یوسفزی یوازې څو ورځې وړاندې د کرکټ بورډ لپاره د عزیزالله فضلي پرځای نوی رییس وټاکل شو.

 

 

 

 


خبرونه، ورزش، کرکټ بورډ رییس
t