فوټبال: افغانستان له ترکمنستان سره لوبه کوي

فوټبال: افغانستان له ترکمنستان سره لوبه کوي

د افغانستان د فوټبال له ۱۶کلونو کم عمره لوبډله د ترکمنستان له ۱۶کلونو کم عمره لوبډلې سره لوبه لري.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، دا لوبه نن مازیګر پنځه بجې ترسره کیږي.

دا د فوټبال د مرکزي اسیا سیالۍ دي چې افغانستان هم په کې ګډون لري.

افغانستان پرون لومړۍ لوبه وکړه چې د ۲ -۲ پر وړاندې یې له قرغیزستان سره مساوي کړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله رسمي پاڼه له هغو افغانانو چې په تاجکستان، ترکمنستان یا ورسره نیږدې سیمو کې قرار لري، هیله کړې چې د لوبو لیدو ته ورشي او افغان لوبغاړي د لوبې پرمهال تشویق کړي.

 

 


خبرونه، فوټبال، افغانستان، ترکمنستان
t