عرفاني ارواپيژندنه او ادب – مصطفی سالک

عرفاني ارواپيژندنه او ادب – مصطفی سالک

تصوف په عشق او رياضت نفسي تزکيه ده. د هر مذهب او فرقې په خلکو کې د هغوى په ټولنيزو رنګونو کې رنګ دى، خو هغه د تقويم الحق کاکاخېل مرحوم خبره “د پښتو په خټه کې اخښلشوى دى، د ارزاني او دولت نه واخله تر حمزه شينواري پورې د پښتو شاعرۍ هېڅ دور د تصوف نه خالي نه دى پاتې شوى”.
او چې اسې ده، ددې دومره پراخ تصوفي ادب د شننې او د هغې د نننيو انګېزو پېژندګلو په برخه کې ارواپوهنه څه رول لوبولى شي. ددې شاعرۍ تر شاه د صوفيانو دننني او روحي کيفيتونه، راز راز مقامونه او مرحلې پرتې دي، چې د فرايډ لنډپارى فکر پکې د ګرځېدو وس نه لري.
تصوفي ادب دوه ډوله دى: يو د صوفي خپلې مشاهدې او تجربې وي، چې ادب ته يې رااړوي او يو هغه صوفيانه شاعري ده، چې د صوفيانو د اثارو او فلسفيانه انداز پايله وي. د دواړو توپير جوت دى، صوفي له معلومه ځايه ابهام ته ځي او دويمه ډله له ابهامه معلوم ته د تلو هڅه کوي. دا که فلسفه نه وي، نظري عرفان يې ضرور بللى شو.
هسې خو د فکري عرفان جرړې د پخواني يونان تر ځمکې رسي، خو چا چې د دروني کيفياتو د تشريح يا د صوفيانو د صوفيانه ارواپوهنې بنسټ ايښى، هغه محي الدين ابن عربي دى. په اوسنيو ارواپوهانو کې صوفي مشر به ويليم جيمز داسې ارواپوه ښکاري، چې څه ناڅه پرې د باور مهر لګېدى شي، خو دغه باطني نندارې د هر چا د وس خبره نه ده، صوفي لکه رحمان بابا حېران شي.
اوس ته ووايه چې څرنګ دې وستايم
زه خــو ســـتا پـــه مينه لاړم له شعوره
ريښتيا هم مولانا رومي يا غزالي پکار دى، چې د صوفي د اروا له رازه مو خبر کړي، خو هغوى هم دا وير کوي چې په الفاظو کې نه بيانېږي:
دا هـمه واړه حجاب دې چې ليده شي
نور د حسن بـــــالاتر دې لـــه ادراکه
د فکري تصوف غوره بېلګه حمزه بابا دى. هغه عملي صوفي و، خامخا به د مشاهدې خښتن هم و، خو د شاعرۍ په دنيا کې هغه د فنا فى الله او بقا باالله خبرې کوي. پوښتنه پيدا کېږي ، چې دا ټولې د حمزه بابا خپلې مشاهدې دي او که نه؟.
د حمزه بابا ژوند هم ددې ترديد کوي خو يوه بله خبره هم داسې شته، چې د حمزه بابا تصوف له مشاهدې لرې باسي او د نظري عرفان بڼه غوره کوي. هغه دا چې کله په خپلو نثري فکري کتابونو کې د تصوف د رموزو په اړه خبرې کوي. د بايزيد بسطامي ابن عربي او مولانا رومي په څېر په خپلو مشاهدو خبرې نه کوي او نه يې وينا هغسې الهامي رنګ غوره کوي، بلکې ټوله وسله يې فکر، فلسفيانه نظريې او د صوفيانو اقوال دي. د بېلګې په توګه (د خوشال خټک يو شعر) نومي کتاب په سريزه کې وايي: “په حيث د انسان زما ذهن کې هم څه خيالات پيدا کېږي، څه افکار راته موسکي موسکي کېږي او زه مجبور يم چې په کومو افکارو مې د واقعيت يقين وشي، چې هغه د خپل محيط انسانانو ته وړاندې کړم، زه عالم سړى نه يم، صرف شاعر يم.”
حمزه بابا د يقينې مشاهدې پرځاى د فکر او خيال ذکر کوي، چې شاعرانه او فلسفيانه مزاج څرګندوي. بله دا چې هغه وايي “چې په کومو افکارو او خيالاتو زما د واقعيت يقين راشي” نو صوفي خو په مشاهده يقين لري، بلکې چې خپل وجود يې فنا شي، ګومان څوک کوي؟ ګومان خو کثرت ښيي او کثرت د وحدت مشاهده نفي کوي، خو دا چې وايي “عالم نه يم شاعر يم” يقيناً د هغه خاکساري ده. هغه ستر شاعر او لوى عالم و، خو پوره صوفي نه و.
خو اهم توپير، چې د تصوف ارواپوهنه يې له بلې ارواپوهنې سره لري، هغه دا دى که ارواپوهنه غواړي چې علمي ارزښت ومومي، نو د تصوفي ارواپوهنې ميدان به ورکو لارويو ته پرېږدي، ځکه چې نه خو پرې د نورو علمونو په څېر تجربې کېږي او نه په بيان کې پوره راځي. بله دا چې له ځانګړيو خلکو سره تړاو لري.
اوس که کره کتونکى د تصوفي ادب د لوست له لارې هغه ته ورکوزېږي او بيا د هغې په رڼا کې ددغه دنيا تشريح کوي. د فکري استدلال په پښو به پکې ګرځي او د مولانا خبره:
پــــاى اســـــتدلاليان چو بين بود
پاى چوبين سخت بى تمکين بود
يا دا چې حمزه بابا وايي:
څوک پرې پوهېږي نه خو خوند ورکوي
څـــــه عــــجيبه غـــوندې خبرې کوم
ددغه ادب څېړنه هغه وخت کېږي، چې د مشاهدې څښتن پرې څه وليکي، خو دا انتظار به په تصوفي ادب د کره کتنې د بنديز مانا ولري. ښه نو بيا څه کول پکار دي؟.
فى الحال خو همدومره ويلاى شو، هغه څوک چې د لويو صوفيانو لکه محي الدين ابن عربي، مجدد الف ثاني، مولانا رومي، عطار، سنايي او نورو له آثارو سره آشنا وي، د هغوى باريکۍ يې درک کړي وي او په ادب کې ددغه روحي ارزښت لپاره روايتي علامتونه ورته معلوم وي او له دې سره سره فلسفيانه او فکري مزاج ولري، ښايي کره کتنه يې د منلو وړ وګرځي، خو که د ابن عربي د فصوص الحکم او د مجدد صاحب د مکتوباتو په لسو کې د پېنځو جملو په مانا هم نه پوهېږي او په پښتو ادب کې د صوفيانه شاعرۍ جاج اخلي، پرته له دې چې څو بې مطالعې لوستونکي متاثره کړي، نور هېڅ به يې نه وي کړي. د خبرو پايله مو دا شوه، چې د صوفيانه ارواپوهنې له مخې د ادب کره کتنه خورا ګران کار دى.
چو رخت خويش بر بستم ازين خاک
همــــه ګـــــويند بــــامــا اشـــنا بود
وليکن کسى ندانست ايــــن مسافر
چــــــه ګـــــفت و از کـــــجا بــــــود
(اقبال)
کله کله شاعر اديب د خپلې تجربې له مخې نفسياتي ادب منځته راوړي، د ناول، ډرامې او افسانې د څېرو کړه وړه او د هغې مدلل پرمختګ له نفسياتو سره اړه لري. په شعر کې هم دا خبره امکان لري او زما په خيال، چې د عشق د ارواپوهنې او نفسياتو په اړه کوم شاعر د پښتو ادب په تاريخ کې ښه پوهېږي، حمزه بابا دى خو د مجازي نفسياتو په اړه او د تقويم الحق کاکاخېل په اند د حمزه بابا بهترينه شاعري د همدې رواني کيفيتونو بيان دى.
غــــل د مـحبت غلـــطېدى نــــه شـــي
څـوک چې په محفل کې چاته نه ګوري
په زړه کې يې څله غلا ده، د محبوب اغيزې پرې اثر کړى او که د رسوايي وېره ده.
د استاد کاکاخېل په اند د ارواپوهنې او ادبي کره کتنې تړاو دا دى، چې د ليکوال ذهن دې ولټول شي، د هغه احساسات دې معلوم کړل شي. کره کتونکى بايد هغه حالات هم معلوم کړي، چې د ليکوال په ذهن کې يې دغه ډول خيالات او احساسات پيدا کړي دي او بيا کره کتونکى بايد د همدې مسايلو په رڼا کې په شعر بحث وکړي. دا خبره سمه ده، ځکه چې شعر د رواني عواطفو زېږنده ده. داسې نه دى لکه اپلاتون ته چې صرف نقل ښکارېده، لکه د ارسطو چې ويل په دې کې انساني خيال او جذبه شامله ده، چې همدغه شعر ته ښکلا بښي. ددې دوه خبرو مطلب دا دى، چې په ادب کې داخلي او خارجي دواړه عوامل برخه لري.
يوه بله خبره، چې د ارواپوهنې او ادب ترمنځ يې يادونه پکار ده، هغه دا چې کوم څيز شاعر اړ باسي چې شعر وليکي، دې ته جذبه وايي. جذبه څه ته وايي؟ ددې جذبې په اړه علماو ډېر فکر کړى دى. دا جذبه خالص جذبات نه دي، بلکې يو ځانګړى کيفيت دى، چې ټول ذهني جذبات او احساسات پکې حل کېږي. دا حالت صوفيانه جذب ته ډېر ورته دى. شاعر له عامه حالته وځي، يوازې هغه څه ويني چې شعر پرې ليکي، نور نه له ځانه خبر وي نه له جهانه. له همدې کبله يې ځينې خلک د شاعر خپل مال نه، بلکې الهام ګڼي. يونانيانو د شعر لپاره رب النوعه درلوده او خيال يې درلود، چې همدغه رب النوعه له چا سره ملګرې شي، شعر يې جاري شي. مانا دا چې يونانيانو جذبه د خداىج خوشحالي او له هغه سره د ملګرتيا پايله ګڼله.
پخوانيو عربانو به بيا ويل، چې دا جذبه د يوه پېري اغېزه ده. که له چا نه مرور شي، شعر نه شي ليکلاى او په چا چې د شعر پېريان راشي، شعر هم وليکي. لنډه دا چې ټول اتفاق لري، چې شعر د جذبې زېږنده ده، کوم شعر چې د جذبې لاندې نه وي ليکل شوى، يا په بله ژبه د (امد) پرځاى د (اورد) پايله وي، هغه افاقي نه وي خو که تر جذبې لاندې وليکل شي، په ذات کې محوه شي، د وخت، زمان او مکان له دايرې وځي ، افاقي حيثيت غوره کوي.
يوه خبره بله ده، چې جذبهتر مقصديت مخکې ده، خوشال بابا د جذبې لاندې شاعري وکړه. اوس کره کتونکي لګيا دي او مقصد ورته ټاکي. شعر يوازې له شاعر سره تړون نه لري، بلکې په اورېدونکي هم اغېزه کوي. دغه جذبات له عام وګړي سره هم وي، خو د بيان وس يې نه لي او د بيان وس يې له شاعر سره دى.
اغېزه د شعر نفسياتي برخه ده، کوم شعر چې اغېزه ولري، ښه شعر دى خو يو پوښتنه رامنځته کېداى شي، چې يو شعر په اورېدونکي اغېزه کوي په بل نه، چې دا ولې؟.
علت يې هنري ذوق دى. همدغه ذوق دى، چې د شاعر او اورېدونکي ترمنځ تړاو پيدا کوي او ذوق تربيه غواړي او دا تربيه له هنر سره مينه او لوى رياضتونه غواړي.
********
#منشور


ادب، عرفاني اروا پيژندنه، سالک
t