خوست: د سلو ښوونځيو د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې

خوست: د سلو ښوونځيو د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې

په خوست ولایت کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د سلو(۱۰۰) ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو چارې دیو لړ مراسمو په ترځ کې پیل شوې

په هغه غونډه کې چې له د همدي امله د خوست د مرکز اړوند د لکڼو لېسې په انګړ کې جوړه شوي وه د خوست والي محمد حلیم فدایي، پوهنې رئيس نصیراحمد روښان ، د ولایتي شورا غړو ، د ولسي تړون پروګرام مسؤلینو، قومي مشرانو او د پوهنې سلګونه مینوالو ګډون درلود.

د خوست دپوهنې رئیس نصیراحمد روښان د غونډې ګډون والو ته په خپلو خبرو کې خوښي وښوده چې د سلو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړیږي او زیاته يې کړه چې په دې سره به په خوست کې د اویا سلنه ښوونځیو د ودانیو ستونزه حل شي.

  • ښاغلي روښان په خپلو خبرو کې وویل چې دغه سل ودانۍ به په مرکز او ولسوالیو کې د مختلفو ښوونځیو لپاره د شپږو میاشتو په جریان کې د څه باندې ۵۰۰ میلویونه افغانیو په لګښت د اقرا برنامې په چوکاټ کې جوړې شي، ده همدا راز زیرۍ ورکړ چې پنځوس نور ښوونځي هم د اقرا په برنامه کې پلان شوي دي چې ژر به یې کارونه پیل شي.

 

پوهنې رئیس همدا راز د سیمې له خلکو وغوښتل چې د پروژو په منظم نظارت کې مرسته وکړي.

خوست والي محمد حلیم فدایي مراسمو ته په خپله کې وینا کې وویل چې نن ورځ حکومت هغه ژمنه پوره کوي چې د شاه غازي امان الله خان ناتمام کاري فصل به بشپړوي.

ده په خپلو کې خبرو وویل چې موږ خپلواکي د ښوونځیو په جوړولو او د علم په خپرولو ساتو تر څنګ یې ډاډ ورکړ چې په خوست ولایت کې به د ټولو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شي.

غونډې ته د بېلابیلو قومونو مشرانو په خپلو خبرو کې د دغه تاریخي ګام ستاینه وکړه او ډاډ ورکړ چې هېچا ته په دې پروژو کې د فساد اجازه ورنکړي.



t