کوز کونړ کې د خپلواکۍ په پار د والیبال سیالۍ وشوې

کوز کونړ کې د خپلواکۍ په پار د والیبال سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت په کوز کونړ یا ښيوې ولسوالۍ کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت پیل شوې د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدې.

دا سیالۍ د یاسین بابا لوبډلې په ګټه تمامې شوې.

سیالي د کوز کونړ شکې قریې سیمه کې وې چې د همدې سیمې د یو تن ځوان عبدالله حمیدزي په مالي لګښت جوړې شوې وې.

دې سیالیو کې اتو لوبډلو ګډون درلود.

د ننګرهار د مطبوعاتو مرکز وايي، دغو لوبو چې شاوخوا یوه اونۍ یې دوام وکړ،پای لوبه کې کوربه زاخیلو قوم او یاسین بابا لوبډلو سیالي وکړه، چې په مساوي ډول تر پای ته رسیدو وروسته کوربه لوبډلې میلمه لوبډلې یاسین بابا ته د اتلولۍ کپ ورکړ او په دې سره یادې سیالۍ هم پای ته ورسیدې .

د پای لوبې د نندارې لپاره ولسوال محمد اسماعیل شینواري، ځینو نورو چارواکو او شا او خوا زر تنو خلکو میدان کې شتون درلود او لوبه یې په ګډه ننداره کړه.

 

 



خپلواکي، والیبال، خبرونه
t