د ميوند تاريخي پېښه / مطيع الله روهيال

د ميوند تاريخي پېښه / مطيع الله روهيال

د میوند پر سوبه یو بل کال واوښت، پوره یوسلو نهه دېرش کاله مخکي په همدې ورځ د میوند تاریخي پېښه وسوه.

افغان سربازان د غازي محمدایوب خان په مخکښۍ د انګرېز نیواکګرو سره د میوند په سوځنده دښته کي مخامخ سول. د ایوب خان د جنګي وړتیا او افغان سربازانو ایثار او قربانۍ د میوند دښته د انګرېز په وینو سره کړه، دغه خبیث قام ته یې تاریخي ژړه ورواړوله او سوبه د افغاني شاه زلمو په نامه ثبت سوه.

د جنګ په جریان کي د ملالي کارنامه، د ایوب د سرښندني هنګامه او د افغانانو د سرونو نذرانه هغه څه ول چي انګرېز یې ولړزاوه او په اندامونو یې بېره ورننه ایسته.

د میوند فاتح ایوب خان جنګ وګاټه او کندهار فتح سو، خو د ایوب سره د عبدالرحمن خان او د هغه د پلویانو ناځوانۍ د دوهم افغان ـ انګرېز جنګ د سوبي مسیر بدل کړ. ایوب خان له ناچاریه د هرات خوا په خوله ورکړه وروسته اېران ته ولاړ، په ۱۸۸۸ کال له اېرانه برتانوي هند ته ولاړ، تر مرګه همالته واوسېد او د ۱۹۱۴ د اپریل پر اوومه ومړ. مړی یې په پېښور کي خاورو ته وسپارل سو.

د میوند سوبه د افغاني تاریخ تر ډېرو ویاړلی نوم دئ، برعکس د انګرېزانو له پاره یوه شرمېدلې واقعه. دا سوبه هغي امپراتورۍ ته ماتې وه چي لمر نه پکښي ډوبېد او دا ماتې د افغان شاه زلمو د ټینګي ارادې او لویي سرښندني په زور تر لاسه سوه.

د دې سوبي د ټولو برخوالو ارواوي دي خوشحاله وي.

د غازي ایوب خان پر ګور دي رڼاوي خپرې وي.

زموږ د تاریخ دغه لویه سوبه دي ویاړلې وي.




t