افغان او بنګله دېش الف لوبډلو لوبه: افغانستان ته ۱۸۷ منډې هدف شو

افغان او بنګله دېش الف لوبډلو لوبه: افغانستان ته ۱۸۷ منډې هدف شو

د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلو ترمنځ په روانه لوبه کې بنګله دېش په خپله پاڼۍ کې د ۴۰ اورونو په لوبولو سره د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۶ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته يې د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه.

بنګلدیشن ښه توپوهونه ونه شوه کړئ، یوازې عفیف ۴۵ او امرول کیس ۳۳ لوړې منډې جوړې کړې.

افغان زلمکي بالر نوین الحق ښه توپ اچوونه وکړه، ۵ لوبغاړي یې اوټ کړل.

قیس احمد او شرف الدین یو یو لوبغاړي وسوځول، خو درې لوبغاړي منډه یا رن اوټ شول.

د باران د اورښت له امله لوبه د DLS میتود پر بنسټ په پیل کې ۴۴ اورونو ته راښکته شوه چې ورپسې د لوبې په منځ کې بیا باران پیل شو او څلور اورونه نور هم کم شول او لوبه ۴۰ اورونو ته راښکته شوه چې په همدې موخه بنګله دېش لوبډلې ته ۱۰ منډې اضافه ورکړل شوې او افغان لوبډلې ته د ۱۸۷ منډو هدف وټاکل شو.

افغان لوبډلې هم خپله پاڼې پیل کړې او تر اوسه پورې یې په اتو اورونو کې ۵۷ منډې کړې.

افغان کرکټ بورډ‌ ویلي چې اوس لوبه یو ځل بیا د باران ورېدو له امله درېدلې، خو که چېرې تر ۲۰ اورونو پورې لوبه وشي نو د DLS میتود پر بنسټ افغان لوبډله ګټونکې ګڼل کېږي.

وروستي جزیات؛

د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ دا لوبه مساوي پای ته ورسیده، ځکه هلته د باران شدت او دوامدار اورښت له امله امکان نه و چې لوبه دوام وکړي، نو ځکه مساوي پاته ورسیده.

 

 



خبر، ورزش، افغان او بنګال الف
t