ټاکنې – امید زهیرمل

ټاکنې – امید زهیرمل

د دې هېواد د ټولو ستونزو اساسي حل په یوې کلیشايي خبرې کې دی او هغه خبره “افغانستان کې د یوه غښتلي او قوي دولت جوړېدل دي.”

هغه دولت چې امریکا ته سره کرښه کش کړي چې دا دی لاره، دا مې لاره، که را سره ځې، ځه، که نه ځې او دلته په پټه د قدرت له وړو جزیرو ملاتړ کوې، په پیشو میوو سره نه جوړېږو چې غل ته وايي، غلا کوه او د کور خاوند بیا له خوبه راویښوې.

داسې دولت چې د لنډغرو، جنګ‌سالارانو او مفسدې خبېثې حلقې پر وړاندې واحد دریځ ولري، نه چې احمد یې په ګټه وي خوا کې یې کېنوي او که یې بد وي، د کوټې کونج ورکړي.

داسې دولت چې د هر افغان، عزت، ابرو او مقام په کې خوندي وي، نه دا چې یوازې د یوې وړې حلقې تر اغېز لاندې ټول ملت سور تنور ته ونیسي.

داسې دولت چې یوه افغانۍ یې د ملت په هر وګړي په مساویانه ډول ووېشل شي، هغه که رغونه وي، دنده او یا هم نور .. نه دا چې شل کسه ټول بیت المال چور کړي.

داسې دولت چې د خپل هر وفادار سرتېري مقام وپېژني او غل قوماندان یې د زندان تر تورو تمبو واچوي.

داسې دولت چې بهرنی سیاست یې د افغاني غرور او پر دوه اړخیز احترام ولاړ وي، هر ډیپلوماټ یې د هر افغان له عزت په هر ځای کې دفاع وکړي او خپل درې رنګه بیرغ او ملي ګټې ورته سرې کرښې وي.

داسې دولت بیا کولای شي چې په کور دننه له پراخو اصلاحاتو وروسته، د یاغي او تروریسټ په خوله سوک ورکړي او سوله له هرې لارې خپل هېواد ته راولي چې ټولو خوشبختیو ته لار پرانیزي.



لیکنه، ټاکنې، امید
t