کونړ: د غازي امان الله خان په اړه سیمینار ترسره شو

کونړ: د غازي امان الله خان په اړه سیمینار ترسره شو

د افغانستان د بیا ځل خپلواکۍ اخیستونکي ستر اتل غازي امان لله خان په اړه عملي سمینار ترسره شو.

دا سیمینار د څوکۍ ولسوالۍ اساسي دارالمعلمین ادارې له خوا جوړ شوی و.

په سیمینار کې د مقالو لوستلو ترڅنګ د څوکۍ ولسوال شیرمحمد ساحل او د اساسي دارالمعلمین امر استاد حنیف الله دخپلواکۍ په ارزښت لنډې ویناوې وکړې.

د کونړ د رسنیو دفتر وايي، ښاغلي ساحل دغسې علمي پروګرامونه د ځوانانو دعلمي کچه لوړاوي او د ټولنې د عامو وګړو هڅونې او پوهاوي په برخه کې ګټور بولي او په لا پراختیایي ټینګار کوي.

هغه د پوهنې امریت له کارکوونکو مننه کړې چې داسې یو مهم پروګرام یې برابر کړی و.

د خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ نه یوازې کونړ بلکې د افغانستان په نورو ولایتونو او سیمو کې هم بیلابیل پروګرامونه ترلاس لاندې دي.

 


خبرونه، د خپلواکۍ په اړه پروګرام
t