یو نوماند څنګه کولای شي تر بریا ورسیږي؟ دا ۱۷ ټکي دې په پام کې ونیسي

یو نوماند څنګه کولای شي تر بریا ورسیږي؟ دا ۱۷ ټکي دې په پام کې ونیسي

لیکنه: رسول ګل اشنا

داسې اټکل شوی چې، ۴۸ ساعته وروسته به د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره، رسمي کمپاینونه شروع شي.
خبره مې دا کوله چې؛ هر نوماند به غواړي چې په اکثره ولایتونو کې خپل د کمپاین دفترې پرانیسته وکړي/ پرانیځي او ان ځینو خو لا پخوا پرانیستي دي.
زه مجموعاً تبصره نه کوم زه د برحاله ولسمشر محمداشرف غني په ټاکنیز دفتر رڼا اچوم.
هغه داسې که تېر ځل ته نظر وکړو د نورو ولایتونو په نسبت پکتیا تر ټولو لوړه رایه درلودله او د محمداشرف غني په نفه کارول شوې وه، علت یې څه وو،؟ او ولې یې زیاته رایه کاریدلې وه،؟ یو علت یې دا هم وو چې ټاکنیز دفتر مسول یې پور نفوسه او ژبور شخص یادولی شو.
بل علت یې دا وو چې د پکتیا خلک یې ډېر ټینګ ملاتړي وو او د يوې خولې پورې تړلي خلک وو او تر یوې خولې او نظر لاندې وو.
بل علت یې دا هم وو چې هر پکتیاوال کور په کور نفر په نفر رایه وکاروله، شاید دا هم علت ولري چې ولې یې کور په کور وکاروله ؟ دلته ډېرو ته پوښتنې پیدا کیږي او دوی به خپل اند داسې بیانوي چې ګواکې هلته د دوه قومونو یا پښتو او دري ته خبره تللې وه ! نا داسې هم نه وه البته وه خو دومره هم نه، د رایې له نظره دواړه واره غني بریالی وو، خو خبرې دلته نورې وې، کله هملته لاړ سو او هغه په تفصیل سره ولیکو، فکر نکوم چې تاسو یې تر دوه ورځو هم ولولی، خو لنډ یې په دې خبره راټولوم چې د جانکیري لاس او د دولت ګرېوان وو، نو څرنګه یې چې غوښتل همغه یې شان شکېدل وو، په يوې ټپېیزې کې مطیع الله تراب ډېر ښه فکر او د جانکیري کړنه یې راټوله ده البته ډېرې ټپې، غزل او … یاد شوی خو دلته یې يوه ټپیزه درته لیکم هغه وایي :
ــــــــــــ
بخت دې کوټه تخت دې نسکور شه
مخ دې په داوړه طرف تور شه
شوله اوبه دې د زړه زور شه
جانکیري خپل کور کې دې شور شه
مونږ له دا دوه حکومته تا جوړ کړي دينه
ـــــــــــــ
دلته یې د جانکیري کړنې او خپل هېواد او ځای یې د غم سره تشبیه کړی او شعر کې یې له ښېراوو او ازار سره را اخیستی ده.
زه مې تفصیل نور را نغاړم او اصل مطلب ته راځم ځکه، که یې تفصیل سم روښانه کوې نو د کمپیوتر پرده به یوه سترګه خوب کووم او هغه اشخاص چې لیکنه لولي فکر نکوم چې داسې ژر به یې ولولي …
خو دلته اصل مطلب لیکم:
پکتیا د مرکز په ګډون څوارلس ولسوالۍ لري، څه نا څه له مېلیون یې نفوس اوړي، يواځې په شمار له مرکز پرته دری یا دوه ولسوالۍ پنځه لکه د رایې سټېکرې/ کارتونه لري، که څه هم د استعمال وړ وګرځي او د یوه کاندید په نفعه تمامه شي نو حتماً به بریالی وي، دلته اصله خبره دا ده چې په همغه خلکو کې کار وشي، هغه خلکو ته عامه زده کړې/ پوهاوی، وشي، خو ضرور ده چې داسې شخص یې په راس کې وي چې ژبور، پور نفسه، ملي شخص، هېواد او ولس ته وفاداره، خلکو او وطن ته ژمن وي او پوهه ولري، … نو لرې نه ده چې په هر چا کې داسې علامې موجودې وي، په شمار ډېرو کمو اشخاصو کې …
راځم د سږ کال ټاکنیز کمپاین ته ؛ په ټول هېواد نه غږیږم دلته مې یواځې مطلب له خپل ټاټوبي، پکتیا ولایت څخه ، د تېر په شان یې که ټاکنیز کمپاین یاد کړو نو په راس کې سم ژبور، وکیلان، مشران، سپینږيري، ځوانان، ورزشکاران، ښځینه قشر، ځوانې مېرمنې او نور…. خو سږ کال یې د پخوا په شان ټاکنیز کمپاین هېڅ څرک نه لیدل کیږي، که لیدل کیږي هم خو ډېر کم، هغه هم د ټاکنیز کمپاین تر شا د داسې خلکو لاس او ګرېوان ده چې له معنویت څخه ورته مادیات یوه نړۍ ارزوګانې لري، مادیات ورته له هر څه بهتره دي، هو مادیات هم ضرور دي خو دومره هم نه چې ټاکنیز کمپاین پاتې وي، لاس او ګرېوان یې له مادیاتو راچاپیره کړی وي، ضرور دلته څه دي ضرور د یو ټاکمیز کمپاین لپاره د خلکو راجلبول، خلکو ته ذهنیت ورکول، خلک اګاه کول، خلک تېرو کارونو ته متوجه کول، خلکو ته د خپل ټاکنیز کمپاین تر څنګ ځای ورکول، او بلا نورې مشورې او خبرې…
زما نظر او اند مې، د پخوا په شان به محبوبیت ونلري تر بریالیتوب یې څه نه وایم بریالیتوب یې له پخوا اټکل شوی او ان شاءالله بریالی به وي، خو په خلکو کې محبوبیت او د خپل چتر لاندې نېول یې دا بیا د خپل ځان څرګندوینه کوي، چې له خلکو سره یې پخوا هم او اوس هم مینه او محبوبیت دی، او دا هم ویایم د غني په روانو ټاکنو کې کوم د ده په شان کوم بدیل نه وینم، فکر نکوم چې شته نوماندان یې په شمار یو څو فیصده رایه هم واخلي، له دې مسلې تیرېږم …
راځم د شته نوماندانو په ټاکنیزو دفترونو نظر اچوم …
نوماندانو ته د خپل کم عمر مشوره داسې ورکوم:
۱: کوښښ وکړئ د دفترونو موقعیت مو په داسې ځای وټاکئ چې تر دفتره مو یو عادي شخص هم ځان حاضر وګڼي.
۲: د دفترونو په راس کې دې داسې اشخاص وګماري البته پورته هم یاد شوی، ژبور، عالم، پوه او …. وي.
۳: دفتر کې دې داسې اشخاص وګماري چې له اخلاقو جوړ او پور نفوسه اشخاص وي …
۴: دفتر ته دې د ټاکنیز اړین لوازیم تر نورو ژر تر ژره راونیسي …
۵: د دفتر اړین او ضرور لوازیم دې ډېر تر یو څه اټکل زیات راونیسي …
۶: د دفترونو لپاره دې د کار ځایونه هر یوه کارمند ته جدا، جدا کړي/ جوړ شي …
۷: خپل اعلانات دې تر داسې ځایونو او موقعیتونو ورڅوي، چې هلته خلکو ذهنیت ته ژر تر ژره انعکاس ورشي …
۸: د هغو بې سوادو خلکو او اشخاصو لپاره دې داسې څه غوره کړي چې یو عادي شخص هم پوه شي او همغه انتخاب شوي شخص ته رایه ورکړي، لکه خپل تصویر دې په ځانګړې توګه جوړ کړي یا دې خپله ټاکنیزه شمېره په یو خاص ډوله جوړه کړي.
۹: له هغه ځانګړيو شویو مادیاتو دې پوره پوره ګټه واخلي په داسې ځایونو کې چې اړین وي …
۱۰: له اړینو او مشهورو رسنیو سره دې پر خپل ټاکنیزو اعلاناتو هوکړه لیک وکړي، په دې چې يو يو اعلان شاید تر دوی دغه نقطه ډېر لګښت یا ډېر تاوان او زیان ورسوي.
۱۱: خپل ټاکنیز دفترونه دې د هر ولایت په ښارونو کې حد اکثر یا دوه جوړ کړي ، البته د مرکز په ګډون دې په خپلو هغو ولسوالیو کې چې پور نفوسه وي او رایې سټېکرې / کارتونه ولري یو دفتر ایجاد او پرانیځي.
۱۲: دفترونو ته دې د کمبودۍ په وخت اړین مواد ژر تر ژره انتقالوي، ځکه چې شاید همغه شته خلک هم ستاسو په نفس یا شته امکاناتو او وعدو پېښمانه شي.
۱۳: په ولسوالیو کې دې داسې شخص ته خپل مسولیت یا ټاکنیز کمپاین ور له غاړې کړي چې په ټولنه کې منونکی شخص او پور نفسه وي، ځکه دلته داسې اشخاص هم شته چې ان د خپل کور وګړي هم نه وي ترې راځي نو د یوې ولسوالۍ خلک به څنګه ترې راځي شي.
۱۴: سلاحیت او مسولیت دې، یوه شخص او یو د ټاکنیز کمپاین غړي ته ورکړي، ځکه دلته داسې کار هم کیږي چې د ده نوماند په تاوان به وي خو مسول شخص به مسولیت لري چې ترې منع یې کړي اما سلاحیت به نلري چې یو څه ګواښ ورته وکړي او د تاوان مخه یې ونیسي.
۱۵: له غړي باید پوره، پوره کار واخیستل شي، ځکه چې ځینې اشخاص یا د نوماند غړي داسې هم کوي کله نا کله چې مادیات ترلاسه کوي ورک وي او بل وخت د مادیاتو غږ لومړۍ ولاړ وي.
۱۶: په هر غړي باید فشار واچول شي، د کړنو پر وخت راپور مربوطه ادارې یا مربوط شخص ته وړاندې کړي، ځکه ډېری غړي داسې هم کوي چې له یوه نوماند سره یې، بوټ له بل نوماند سره یې واسکټ، له بل نوماند سره یې صادر ایخی وي البته له ټولو ګټه اخلي او معاش له یوه خوري مادیات له ټولو ټولوي، ځکه له موږ نورو او تاسو ته بهتره مالومه ده چې ځینو وکړل او ځینې به یې وکړي چې له دفتره د یوه شخص یا نوماند استفاده کوي او کار ډېرو ته کوي، دلته موږ پښتو متل ته اشاره کوو: وایي: کوړک، کوړک یو چرته کوي او هګۍ بل
چرته کوي .
۱۷: د لګښت مصرفولو راپور دې له مربوطه شخص واخلي، له هر مربوطه شخص څخه دې د کړنو او لګښتونو د مصرف حساب حد اکثر د ټاکنیز کمپاین تر ختمېدو دوه ځله واخلي یا هم یو ځل خو د کړنو او کمپاین د ختمېدو په وخت کې، ځکه چې دوه اشخاص لو دوه ملګري په ډېرو وړو خبرو سره لارې بېلوي اما د ملګزي پیدا کول بیا سخت وي.
خپلې خبرې او اند په دې ځای پای ته رسوم، البته دا لیکنه مې له هغو کړنو درته راټوله کړې او ترتړویب کړې چې تر څلورو دورو ټاکنو کې د ګډون کولو څخه تجربه ترلاسه شوې، شاید نور هم له دې څخه زیات اړین مالومات خلک ولري، خو ما دلته هغه څه را اخیستي چې یو ورور ترې برخمند شي لو استفاده ترې وکړي او موږ هغه مسولیت ادا کړئ او ادا کوو یې چې یو پښتون او افغان ورور ترې بې برخې دی او موږ کوښښ وکړو چې له هرې اړینې برخې څخه یې په وړیا توګه برخمند کړو، شته ډېر څه خو تر يو ځل د چا تر غوږونو او ذهنیتونو نه رسیږي په ټکي، ټکي او ورو، ورو به قدم پورته کوو ترڅو هر ورور او افغان د هغه خبرو او هغه کارونو څخه برخمند کړو چې لاس رسۍ نشي ورته کولای.



د يو نوماند د بريا لپاره اولس ټکي ليکني او ژباړي
t