د زمري په څلورمه ديدن ادبي او فرهنګي بهير مشاعره وکړه

د زمري په څلورمه ديدن ادبي او فرهنګي بهير مشاعره وکړه

جاوېد رسا

د ملي سرود او تلاوت وروسته د بهير مشر صادق الله صادق راغلو ملګرو ته ښه راغلاست ووايه.

د مشاعرې پيل مو د اکمل کمال په ترنم وکړ او ورپسې افتخارالله افتخار، دانشمل رسا، زاهد شينا، سيد نهال، شمس الرحمن ناتار، صادق الله صادق، نظيف الله احسانيار، ممتاز دانش ريحان، هجرت الله باور او وسيم وصال په خپل وار غزلې وويلې.

سيد نعيم، طيب سکون او اميد تنها هم د غونډې برخه وال وو.

وسيم وصال هم څو شېبې د ترنم په ټال وزنګولو او نېږدې لس بجې د طلوع افغان انستيتوت په انګړ کې مشاعره پاى ته ورسېده.



t