کندهار کې د غوښینو چرګانو روزنې ۵۰ واړه فارمونه جوړیږي

کندهار کې د غوښینو چرګانو روزنې ۵۰ واړه فارمونه جوړیږي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا د کندهار ولایت په مرکز او ژېړۍ ولسوالۍ کې بېوزلو مېرمنو لپاره د غوښینو چرګانو روزنې ۵۰ واړه فارمونه جوړیږي.

دغه فارمونه چې هر یوه یې د ۵۰۰ غوښینو چرګانو د روزنې وړتیا لري د کندهار ولایت په مرکز او ددې ولایت په ژېړۍ ولسوالۍ کې جوړیږي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وویل، چې ددغو فارمونو د جوړولو لړۍ د کندهار له مرکز څخه پیل شوې، چې په ترڅ کې به یې د غوښینو چرګانو ۵۰ واړه کورني فارمونه جوړ شي.

ددغو فارمونو د جوړولو ترڅنګ له دې برنامې څخه پر برخمن شوي مېرمنو دچرګانو باکیفیته خوراکي توکي، چرګانو ته د دانې او اوبو ورکولو لوښې او همداراز یوه اندازه درمل او واکسین هم وېشل کیږي.

د کندهار د کرنې ریاست زیاته کړه، چې له دې برنامې څخه برخمن شوي مېرمنولپاره د چرګانو د روزنې په برخه کې روزنیز پروګرامونه هم په پآم کې نیول شوي دي.

ددغو فارمونو د جوړولو موخه د بېوزلو مېرمنو اقتصادي وده او ملاتړ او په کور دننه مېرمنو ته د کار زمینې برابرول او ترڅنګ یې له بهره د غوښینو چرګانو د وارداتو کچه ټېټول دي.



t