افغانستان اقتصادي فرصتونه ترلاسه کوي

افغانستان اقتصادي فرصتونه ترلاسه کوي

افغانستان کولی شي جنوبي اسیا ته د مرکزي اسیا د برښنا په لیږدولو ستر اقتصادي فرصتونه تر لاسه کړي.

د مالیې وزارت سرپرست او په زېربناء چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د زمري میاشتې په ۵ مه نېټه سنګاپور کې د سویلي اسیا لپاره د نړیوال بانک د انرژۍ برخې د کمیشنرانو په ناسته کې ګډون وکړ.

په دې ناسته کې سویلي اسیا ته د افغانستان له لارې د انرژۍ د لېږد او د هیواد لپاره یې په اقتصادي ګټې، د انرژۍ د ټرانزیټ په مرکز د افغانستان په بدېلېدو، د لمریزې انرژۍ په پانګونې، د نغلو، سروبي او سلما په څیر په بندونو باندي د خوځنده لمریز سیستم په لګولو، په افغانستان کې د نوې کېدونکي انرژۍ زیاتېدو لپاره د وړ بستر په برابرولو او نورو مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې موږ د مالي پانګونې بستې ستره برخه د انرژۍ سکټور ته ځانګړې کړې. نوموړي د نړیوال بانک له کمیشنرانو وغوښتل چې پانګوال دي په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې د پانګونې لپاره وهڅوي.

نوموړي زیاته کړه، موږ له واحدې ملي شبکې سره د افغانستان د ټولو برېښنایي جزیرو د بدلولو او نښلېدو په حال کې یو او هڅه کوو، څو په ټول هیواد کې د برېښنا انرژي کورونو او سوداګریزو مرکزونو ته ورسوو.



t