د پروان خلکو سره د حکومت ژمنه؛ راتلونکي کال بوديجه کې پوره ځای ورکوو

د پروان خلکو سره د حکومت ژمنه؛ راتلونکي کال بوديجه کې پوره ځای ورکوو

د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د پروان د خلکو اړتیاوو شاملو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي غونډه جوړه شوه

د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د پروان د خلکو اړتیاوو شاملو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي غونډه په یاد ولایت کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د مالیې وزارت د بودیجې لوی رئیس ښاغلي سید نصیر احمد، د پروان والي ښاغلي فضل الدین عیار، د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو، د ولایتي شورا وکیلانو او د پروان ولایت خلکو ګډون کړې وو.

د دې غونډې اصلي موخه د روڼتیا او حساب ورکولو لپاره د سیمه اییزې حکومتولۍ پیاوړتیا، متوازنې پراختیا ته رسېدل، د خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه والی، ښې حکومتولۍ ته په رسیدو او په ټول هیواد کې په اغیزمنه او متوازنه توګه د مالي سرچینو ځانګړي کول دي.

«د پروان والي ښاغلي فضل الدین عیار، د دې غونډې د جوړیدو لپاره د مالیې وزارت له رهبرۍ څخه د مننې تر څنګ د پروژو په ټاکلو کې د خلکو ونډه اغیزمنه وبلله او زیاته یې کړه، چې په دې سره د خلکو او حکومت تر منځ واټن را کمیږي.»

د مالیې وزارت د بودیجې لوی رئیس ښاغلي سید نصیر احمد، د خلکو له ګډون څخه د مننې تر څنګ

وویل:

 ” د ولایتي بودیجې جوړونې پالیسۍ اصلي موخه د سیمه اییزو ادارو پیاوړي کول، په بودیجې او پلان جوړولو کې د دوی ور ګډول دي چې له دې لارې د بودیجې جوړولو په پروسې کې د خلکو ګډون ته لار هواروي چې په پایله کې د سیمه اییزو واقعي لومړیتوبونو په ټاکلو، د پلان جوړولو سیستم او د بویدجې په اجرا کې مثبت تمامیږي.”

همدا شان په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د مالیې وزارت تخنیکي کارکوونکو ټولیز او هر اړخیز پریزینټېشن وړاندي کړ او د یادې ناستې په څنډو کې څو کاري ډلې جوړې او په اړوندو پنلونو کې یې ګډون وکړ.

د یادونې وړده، چې د دې پالیسي اساسي موخه د سېمه ایزو ادارو د پیاوړتیا او د بودیجې جوړولو او د ملي پلانونو جوړولو په برخه کې د دوی ور ګډولو له لارې د مالي سیستم مرکزیت کمول دي، چې دا کړنه د بودیجې جوړولو په پروسه کې د خلکو ګډون ته لاره هواروي او په پای کې سېمه ایزو واقعي لومړیتوبونو په ټاکلو، د پلان جوړولو په سیستم او د بودیجې په اجراء باندې مثبته اغیزه لري. دغه عوامل په سېمه ایزه کچه د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ښه رول لوبولی شي.



t