د عدلي او قضایي مرکز د محکمو تالار پرانستل شو

د عدلي او قضایي مرکز د محکمو تالار پرانستل شو

د عدلي او قضایي مرکز د محکمو ځانګړی تالار له جوړیدو وروسته نن رسماً پرانیستل شو،

  د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د لوی څارنوال مرستیال خواجه عبدالحق احمدي  وویل، لویه څارنوالي د اداري فساد پر ضد په جدي او پرکنده توګه مبارزه کوي. د نوموړي په خبره د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز په یاده مبارزه کې یو ځانګړی موقف او اهمیت لري .

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه مرکز د بنسټ اېښودو له نېټې څخه تر دې دمه د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

  د سترې محکمې د عالي شورا غړي محمد زمان سنګري، د یاد تالار جوړونه د قانون واکمنۍ او عدالت د ټينګښټ په برخو کې مهمه وبلله او د نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول د انګلستان له هېواد څخه چې د یاد تالار د جوړونې لګښت یې په غاړه اخېستی و، مننه وکړه.

له بلې خوا د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د استیناف محکمې رئیس قاضي انیسې رسولي، د محکمو د تالار جوړونه یو نیک او اغېزناک ګام وباله او ژمنه یې وکړه، چې یاد مرکز به د اداري فساد پر وړاندې په پوره رښتینولۍ سره هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه تالار، د مېلمنو د ښه راغلاست سالون او د یاد مرکز اداري دفتر د انګلستان په مالي مرسته جوړ شوي دي.



t