له ولسمشر ټرمپ همدومره طمع کیدای شي، خو خبره دلته ژوره ده!

له ولسمشر ټرمپ همدومره طمع کیدای شي، خو خبره دلته ژوره ده!

انتظار خادم ‌

ټرمپ د کرکټر په لحاظ کاواکه او د نیت په لحاظ خطرناک انسان دی. د ټرمپ په اړه ویل کیږي‌چې سخت شر خوښونکی دی. هم له شره ګټه پورته کوي او هم د شر وروسته وضعیت نه. ټرمپ افراطي سوداګر، بې باکه سیاستوال، ځان غوښتونکی، د اغراق تر حده دروجن، حیله ګر او مکار انسان دی. نوموړی انسانیت، ډیپلوماتیکو عرفونو، نړیوال نظم او د هیوادونو ترمنځ متقابل نزاکت ته پابند نشي پاتې کیدلی.‌

امریکا له جنګه زیږیدلی، په جنګ روږدې او په جنګ پاییدلې ټولنه ده او د خپل تقریبآ ۲۳۹ کلن عمر ۹۳ سلنه وخت یې په جنګ کې مصرف کړی دی.

د چین مشهور پانګوال او د علې بابا شرکت مشر جک ما وایې چې امریکا په تیرو ۳۰ کلونو کې په ۱۳ جګړو ۱۴.۲ تریلیون ډالر لګولي دي او امریکایي مشهور پانګوال ډیویډ راکفلر وایي چې د پرمختګ قطعي لاره جنګ دی.‌دا او دېته ورته سلګونه نور تاریخي اسناد ددې شاهدي ورکوي چې امریکا جنګ غواړي او اوسمهال ډونلډ ټرمپ د داسې سیاسي مزاج استازولي کوي. د افغان جګړې او افغان تاریخ په اړه د ټرمپ سیاسي ادبیات نوي نه دي او همدا طمع ترې کیده خو خبره اوس بدله او ژوره ده.  البته یادونه کوم چې ټرمپ په هېڅ دلیل د اکثریت ملکي امریکایانو استازولي نکوي او نه یې کولی شي.‌

ټرمپ له ولسمشرۍ وروسته او د کمپاین په وخت کې وویل چې د ناټو ایتلاف له منځه وړم ځکه دوی د خپلې (جې ډي پي) یواځې ۲ سلنه په شریکو نړیوالو جګړو مصرفوي پداسې حال کې چې ناټو د امریکا د حق او ناحق جګړو د ملا تیر او کرایي پوځ دی. بې له ناټو امریکا په هېڅ بدلیدای شي مګر ټرمپ خپله احساساتي وینا وکړه.

بیا یې وویل چې د جنورۍ د اولې نیټې وروسته کله چې زه سپينې ماڼۍ ته لاړ شم،‌ د ملګرو ملتونو د کار طرز او میکانېزم به بدل وي په داسې حال کې چې ملګري ملتونه له ټولې دنیا جوړ او هېڅوک هم ددې بنسټ د کړنو د واک انحصار حق نلري.‌

ټرمپ بیا ځل ټولو مسلمانانو ته تروریستان وویل، د یو شمېر مسلمانو هیوادونو د کډوالو پر مخ یې د امریکا دروازې وتړلې،  په امریکا کې درې میلیونه مهاجرو مسافرو ته یې د امریکا د پریښودلو امر وکړ، شمالي کوریا سره یې دوستي پیل کړه، جنوبي کوریا چې تقریبا ۷۰ کاله یې د امریکا د خوښۍ لپاره د شمالي کوریا سره دښمني وکړه مګر ټرمپ ورسره د اړیکو د شکولو خبره وکړه. په ۲۰۱۷ کال کې یواځې جنوبي کوریا د امریکا سره ۶۶ ملیارد ډالر ګډه سوداګري کړې وه.

ایران سره یې ځکه د اوباما تړون لغوه کړ، ځکه چې ایرانیانو یو وخت پخپلو مظاهرو کې د؛ مرګ په امریکا؛ کلمه کارولې وه، که څه هم تیریسا می، ترودو، انګیلا مرکل او مکرون یې مخالفت وکړ مګر نوموړی په خپل سرزوري دریځ ودرید.

دا او دېته ورته ډیرې نورې نادرې هم ټرمپ وکړې مګر د افغانستان په اړه یې دا حیرانونکي ‌ادبیات په دوه دلیلو د منطق په تله برابر ندي.

لومړی: دا چې د افغان موضوع حساسیت چې تیر اتلس کاله پکې افغانان لتاړ دي او په ډول ډول بهانو هره ورځ سلګونه انسانان قرباني کوي.

دوهم: د زماني شرایطو په لحاظ چې د افغان ملت برخلیک به پکې ټاکل کیږي.

د سپتمبر میاشت ته ګوتې په شمار ورځې پاتې دي.‌اوس د کلونو مسئله نه بلکې د ساعتونو مسله ده. یا به ټاکنې کیږي چې کیدای شي د سولې پروسه سبوتاژ کړي او په هیڅ دلیل د سولې لپاره ممد نشي‌تمامیدلی که څه هم زمونږ اساسي اړتیا، هویت او د برخلیک بنسټیزه ستنه ده، او بل اړخ ته سوله چې باید جنګ پکې پای ته ورسیږي، ‌طالبان د سیاسي سیستم برخه شي، امریکایان له هیواده ووځي او بیا ځل د سمو شرایطو سره سم د رڼو ټاکنو لپاره لاره هواره شي.‌

دا چې طمع کیږي د اګست میاشت په ورستیو کې به د سولې ممکنه تړون وروستی کیږي، د ټرمپ اظهارات د افغان جګړې او سولې په اړه لاز یات شکوک پیدا کولی شي او د سولې هڅې اوږدولی او پیچلې کولی شي.‌

تیر اتلس کاله د امریکا ټولو سیاسیونو پاکستان د افغان جګړې په سلسله کې متهم ګڼلی، او حتا دا چې پاکستاني سیاستوالو هم اعتراف کړی مګر نن ټرمپ د عمران خان او پاکستان دومره افراطي ستاینه وکړه چې دنیا یې حیرانه کړه. همدې ټرمپ د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په لمړۍ ورځ ټویټ وکړ او پاکستان یې د غل، مکار، او دروغجن دوست یاد کړ پداسې حال کې چې اوس یې ورته د برائت سپین چک ورکړ او غیر مستقیم یې د پاکستان د سیاسي خوځښت د بیا ژوندي کیدو هیلې وزیږولې.

مونږ افغانان د خپلو ګاونډیو سره د متقابل احترام، حسن نیت او ګډې همکارۍ د روحیې په اساس نیک روابط غواړو مګر دا روابط باید په رښتیا د عدم مداخلې او همکارۍ په بنسټ وي نه د چل او فریب.

کیدای شي امریکا د پاکستان سره خپله یاري همداسې ژوندۍ وساتي مګر لازمه نده چې په افغانانو د تپل شوې جګړې د تیرو اتلسو کلونو شهیدانو روح ته سپکاوی وشي. لازمه نده چې افغان تاریخ او ټولنیز ارزښتونه سپک وګڼل شي. انګریز یرغل وکړ مګر په بیرته تیښته کې یې ۱۶۰۰۰ عسکر تر ننګرهاره تالا ترغۍ شول او یواځې ډاکتر برایډن په پرهر پرهر بدن ځان تر پیښوره ورساوه. نوموړی هم د افغان غازیانو لخوا د دې لپاره ژوندی پریښودل شو ترڅو د خپلې ماتې او افغان میړانې کیسې خپلو نسلونو ته وکړي.

روسان د خپل ټول دهشت او زور سره مات، ګډوډ او  امپراتوري یې له منځه لاړه.‌اوس نو د چنګیز او ګرګین تجربو ته په کتلو نه ټرمپ دا جرات لري، نه توان او نه پلان. نوموړی باید د عامو اذهانو د مغشوش کولو او بې باورۍ لپاره داسې غیر مسوولانه خبرې ونکړي.

اوسمهال تاریخ دا ثابتوي چې د ۲۰۰۱ کال یرغل د غلطو معلوماتو پر اساس ترسره شو. معنا دا چې امریکا یرغل وکړ نه د خپل حق نه دفاع او طالبان شاید په حقه وي چې وایي زمونږ نظام یې ړنګ کړی. بوش هم خپل کتاب (پریکړې) کې د یرغل د غیر مشروعیت خبره په ډیر نازک انداز یادوي.

تیر اتلس کاله یواځې افغانانو د خپل ژوند او خوښۍ په قیمت تاوان ورکړی. فساد چې د ټولو ستونزو مور ده په سیستم، ذهن او ټولنه کې ترزیق شوه. د سیګار د راپور سره سم په هر یوه ډالر کې ۷۵ سنټه بیرته امریکا ته تللي، معنا دا چې د ۱۳۴ ملیارډ ډالرو ډیره برخه بیرته د امریکا کمپنیو او پوهانو په نامه لکونو کاریګرو وړې. هر کال د یوه امریکایي عسکر مصرف په افغان جګړه کې تر یو میلیون ډالر ډیرېده نو معنا دا چې د امنیتي پیسو ډیره برخه بیرته امریکایي عسکرو وړې او امنیتي کمپنۍ چې بیا ښاغلي کرزي په شنه زور بندې کړې،  بیخې د یادولو وړ ندي چې څومره پیسې یې بیرته یوړې.

په تیرو اتلسو کلونو کې جرمي اقتصاد اوج ته ورسېده. څېړنې ښایي چې د یو اونس پوډرو قېمت په افغانستان کې یو ډالر، ایران کې په یو اونس او پنځلس، په لندن کې ۴۲ او امستردام کې ۴۶ ډالر تمامیږي. که د ۲۰۰۳ کال د نشه یې توکو۷۰۰۰ هکتاره ځمکه په ۳۷۴۰۰۰ هکتاره ځمکه بدلیږي، نو د نشه یې توکو نه لاس ته راغلې پیسې هم د افغان جګړې لپاره کفایت کوي ځکه نو نور باید ددې موهومې او بدرنګې جګړې د مصارفو خبره  ډیره یاده نکړای شي.‌

ویل کیږي چې ۲۳۷۰ امریکایي عسکر تر اوسه افغانستان کې وژل شوي دي. افغان فوځ دا شمېر قرباني هره میاشت ورکوي.‌په ۲۰۱۶ کال کې ولسمشر غني مونږ سره په مجلس کې وویل چې یواځې د اګست په میاشت کې ۱۵۰۰ افغان عسکر شهیدان شوي، پداسې حال کې چې دا شمیره د تیرو میاشتو پورې ډیره پورته تللې وه. د ملکي تلفاتو او طالبانو د وژل کیدو خو هډو معلومات نشته.

مګر امریکا د سپتمبر د واقعې د ۳۰۰۰ امریکایانو خبره زمونږ په سر سپره کړیده. د اکسفورډ څیړنه ښایي چې د سګرټو د څکولو له امله هره ورځ په امریکا کې ۱۳۰۰ نفر وژل کیږي، پداسې حال کې چې د سګرټو د ۴ ورځو وژل شوي کسان د سپټمبر د واقعې او امریکا د تیرو اتلس کلونو د افغان جګړې د قربانۍ سره برابر دي. مونږ د امریکایانو په وژل کېدو نه یو خوښ او نه د امریکا بعضې مرستې بابیزه ګڼو مګر هیله مو داده چې امریکا او ټرمپ د افغانانو قرباني هم هیره نکړي او نه دومره بد اخلاقي وکړي‌ چې نور لس میلیونه انسانان را ووژني.

کله چې ټرمپ د لس میلیونو انسانانو د وژل کیدو خبره کوي نو څو معناوي درلولی شي. لومړی دا چې لس میلیونه طالبان دي،‌ معنا دا چې لس میلیونه خلک د طالبانو ملاتړي دي، معنا دا چې لس میلیونه خلک د طالبانو تر تسلط لاندې ژوند کوي او یا معنا دا چې که لس میلیونه افغانان ووژنم نو ماته هیڅ فرق نه کوي او نه مې پرې باڼه رپیږي.‌که  د ټرمپ خبره په هر قالب کې واچوو، معنا یې غلطه، مخربه او تاواني راوځي.‌

د نړۍ هیڅ قدرت باید د افغان وینه بې بها وانخلي او نه هم افغان تاریخ ته په سپکه وګوري. مونږ جنګ نه کوو، جنګ په مونږ تپل شوی. بهرنیان رښتیا وایې چې مونږ سیاست بایللی او جنګ مو ګټلی، نو که خبره داسې وي، ولې مو ټرمپ حتا په جګړه کې کمزوري بولي؟‌

وروستی دا چې د ټرمپ خبرې غیر مسوولانه او د یوه افغان په صفت راته خورا خواشینونکې دي.‌که څه هم امریکا د خپلې بهرنۍ ديپلوماسۍ د تمثیل لپاره خپل قواعد لري مګر د امریکا اساسي قانون خپل ولسمشر ته ډیر صلاحیتونه ورکړي او پریکړې یې خپلې خاصې اغیزې درلولی شي.‌هیله ده د امریکا سنا، کانګرس، او بهرنیو چارو وزات دا خبرې تصحیح او بخښنه وغواړي ترڅو په ګډه افغانستان په رښتیا جوړ او با ثباته کړو.

افغانستان د غرو رغونو وطن دی.‌که څه هم ټولنیز انضباط مو ارهم برهم دی، حب الوطنۍ حس رانه تروړل شوی، ملي وحدت داغدار دی مګر بهرنیان باید په یاد ولري چې دا وطن اوس هم اصیل بچي لري او د خپلو ځاني ګټو په قربانۍ به دا وطن ساتي،‌ ارزښتونه به یې ساتي، د جنګ تاریخ به د سولې په تاریخ بدلوي او مخرب ګاونډیان او بهرنیان به د خپل علم او منطق پر بنسټ غلط ثابتوي.

دا وطن به تل ځلیږي لکه ستوری د اسمان‌




t