د افغانستان او افغان ولس په باب د ټرمپ نوې ډوزې!

د افغانستان او افغان ولس په باب د ټرمپ نوې ډوزې!

ف، فایض

په (۳۱/۴/۱۳۹۸) نېټه چې د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په سپینه ماڼۍ کې کتل؛ نو هغه د خپل همېشني عادت او لویدلو اخلاقو له مخې د افغانستان او افغان ولس په اړه ډېره سپکه خوله وښوروله. هغه وویل چې که زه وغواړم د افغانستان مساله د جنګ له لارې په یوه اوونۍ کې حل کوم؛ خو هلته به لس میلیونه انسانان ووژل شي او دغسې یې د ځمکې د نقشې له مخې د افغانستان د محو کولو خبره هم وکړه. دا یې بې له شکه د یوه مستقل هېواد او ولس په اړه د توهین انتها وه چې د ګرد افغان ولس غبرګون یې را وپاراوه. د مشرانو په کچ تر ټولو توند غبرګون د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي و، هغه د اشنا تلویزیون له محلي خبریال رحیم ګل څاروان سره په یوه مرکه کې چې له اشنا تلویزیونه خپره شوه، وویل: چې د ټرمپ څرګندونې په ډېرو سختو ټکیو غندي او له امریکا نه یې وغوښتل چې له افغانستانه خپل پوځونه وباسي. حکومت هم په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړه؛ خو دپلوماتیک احتیاط هم ورسره ملګری و. دغسې نورو عامو افغانانو هم د ټرمپ غیر مسؤولانه څرګندونې وغندلې. ټرمپ که څه هم د پاکستان مشر ته د اړیکو د ښه کولو د شنه څراغ د ښوولو هڅه هم وکړه؛ خو د پاکستان پخواني مشران یې هم وغندل چې له دوی نه یې مرستې واخستې او لازمه مرسته یې ورسره و نه کړه، چې په پاکستان کې د ټرمپ دا خبرې او په مقابل کې یې د عمران خان چوپتیا د پاکستان د اپوزیسیون مشرانو له خوا هم له  غبرګون سره مخ شوې. ټرمپ که څه هم نوم یې وانخست خو د امریکا د پخواني ولسمشر اوباما سپکاوی هم وکړ.

له ټرمپ نه د دغسې خبرو کول ډېر غیرمتوقع خبره هم نه وه؛ ځکه هغه تر دې د مخه د ایران او شمالي کوریا په باب هم دا ډول څرګندونې کړې دي او دغسې یې د نړۍ د ډېرو مشرانو په باب. په حقیقت کې: دروغ او غیرمسؤولانه څرګندونې د ټرمپ د لویدلي شخصیت برخه ده. هغه اوس په خپل ولس کې هم له غبرګونونو سره مخ دی، د امریکایانو په شمول ټول دنیاوال وایي چې د ټرمپ په باب هېڅ وړاندوینه نه شي کېدای؛ ځکه د هغه خوله هم جلب نه لري او سیاستونه یې هم. که په دقت سره وکتل شي، د هغه ډېرې څرګندونې د هغه د جنرالانو له خوا رد شوي دي؛ مثلاً هغه له افغانستانه د خپلو پوځونو د اېستلو خبره کوي؛ خو د نظامي مسؤولینو له خوا یې دا خبرې رد شوي دي.

که د امریکا تاریخ ته وګورو؛ نو دغسې ګستاخۍ او غیر مسؤولانه حرکتونه او تصامیم یې د سیاستونو برخه ده. امریکا پر یوه ارزښت هم باور نه لري، امریکا همېشه مقطعي سیاستونه غوره کوي او فقط خپلې ګټې په پام کې نیسي او نور د هېچا له پاره هم یو ډاډمن دوست نه دی او نه کېدای شي. امریکا لومړنی هېواد دی چې اتومي بم یې جوړ کړ او په ۱۹۴۵ کې یې د دویم نړیوال جنګ په پای کې پر جاپان استعمال کړ او د جاپان دوه ښارونه هیروشیما او ناګاساکي یې بمبارد کړل او لکونه انسانان یې ووژل چې دا اوس هم د امریکا پوځونه په جاپان کې پراته دي. د دې واقعیت له منلو سره چې امریکا د نړۍ تر ټولو لوی نظامي قوت پېژندل کېږي او د نړۍ د اقتصاد اساسي شهرګونه یې هم په لاس کې دي؛ خو له دویم نړیوال جنګ نه را په دې خوا چې د غربي بلاک په سر کې واقع شوه او بریتانیا یې شاته پرېښوده، دا دویم ځل دی چې د امریکا پوزه په خاورو پورې موښل کېږي. امریکا په ۱۹۶۰ کې پر ویتنام حمله وکړه او تر ۱۹۷۳ پورې هلته وجنګېده؛ خو نژدې شپېته زره عسکر یې هلته ووژل شول او په زرګونو ټانکونه، الوتکې او نور جنګي وسایل یې له منځه ولاړل او په پای کې یې د تېښتې لاره خپله کړه.

همدارنګه امريکا په ۲۰۰۱ کې د تروریزم د ټکونې په پلمه افغانستان ته راغله؛ خو دا دی د اتلسو کالو په تېرېدو سره اوس له مطلقې ناکامۍ سره مخ ده، او هغه یوه محدوده جنګي ډله یې مهار نه کړای شوه او اوس هغه ده، ورسره خبرو ته ناسته ده. که هغوی د امریکا په اند تروریستان وي بیا نو له دې نه لویه ماته چېرته ده چې امریکا ورسره خبرو ته کښېني، که امریکا افغانستان د ځمکې له نقشې نه محوه کولای شي؛ نو بیا ولې یې د یوې کوچنۍ جنګي ډلې پر وړاندې ګونډه ووهله؛ خو دا د ټرمپ ډوزې دي چې همېشه یې له خولې را وځي؛ ځکه د هغه خوله جلب نه لري چې پر کومه خوا ولاړه، ولاړه. د امریکا ولس ته هم دا د خجالت خبره ده چې یوه دغسې چا ته یې رایه ورکړه چې هره ورځ پخپله د امریکا نړیوال پرستېژ پر ځمکه را ولي. افغانستان یو تاریخي هېواد دی او دغسې تاړاکونه پرې ډېر تېر شوي؛ خو دوه ځله یې په نولمسه او یو ځل په شلمه پېړۍ کې هغه انګرېز ته ماته ورکړه چې په ډېر غرور سره یې ویل چې لمر یې په امپراتورۍ کې نه ډوبېږي. دا ماته، خصوصاً د ۱۹۱۹ کال ماته بیا داسې ماته شوه چې د انګلیس لاس له ګردۍ آسیا او په تعقیب یې له فریقا نه هم په لنډېدو شو او په همغه جغرافیه کې را ایسار شو چې مساحت یې له افغانستانه کوچنی دی. دغسې شوروي د خپل وخت یو داسې قوت و چې د امریکا سترګې یې په واشنګټن کې برېښولې؛ خو لوی خدای (ج) هغه هم په همدې خړکي افغانستان کې د دې هېواد د ننګیالیو شاځلمو په لاس مات کړ، او اوس دغه ده امریکا د یوې کاملې ماتې پر درشل ولاړه ده؛ نو هغه ورځ لرې نه ده چې د امریکا د تجاوز لاس هم له افغانستانه لنډ شي او که نه امریکا خو خپلې B52 الوتکې هم دلته استعمال کړې، خپل کروز توغندي یې هم استعمال کړل او نورې پرمختللې وسلې؛ خو ولې یې هغه مقاومت ونه شو ځپلی چې د ځپلو په نامه یې افغانستان ته راغلې وه. د یادولو ده چې امریکا په ۱۳۵۷ کې د ایران د ولس پر وړاندې هم ماته وخوړه، په تهران کې د امریکا سفارت د محصلینو له خوا اشغال شو او ټوله عمله یې یرغمل ونیوله چې په مقابل کې یې امریکا د نظامي عملیاتو پرېکړه وکړه؛ خو په ماته و تښتېده. اصلاً ستونزه دا ده چې ټرمپ یو سوداګر دی فقط پیسې پېژني، نور هغه تاریخ نه دی لوستی چې پرې پوه شي چې په نړۍ کې څومره د وخت فرعونان تېر شوي او څه ډول مات شوي دي او د چا په لاسو مات شوي دي. هغه دپلوماسي نه ده لوستې چې د دپلوماسۍ په اصولو او نزاکتونو پوه شي او له اخلاقو خو هسې هم خلاص دی. په حقیقت کې ټرمپ په خپلو نامسؤولانه څرګندونو سره دا که د هر چا او هر ولس په باب وي، تر ټولو د مخه خپل ځان، خپل هېواد او خپل ولس توهینوي. د امریکا غوندې یو لوی هېواد په حقیقت کې نړیوالې ژمنې لري چې باید د خپل نړیوال حیثیت د خوندي ساتلو په خاطر هم د یوه بداخلاق غیر مسؤول مقام په حیث خوله و نه ښوروي.

تر کومه چې د امریکا او افغانستان د دوستۍ خبره ده، که څه هم امریکا له افغانستان سره ان له سلطنتي پېر نه تر اوسه پورې دپلوماتیک اړیکي لري؛ خو امریکا هېڅکله له افغانستان سره د یوه مطمئن دوست په توګه روابط نه دي پاللي. ان د امان ا… خان له وخته چې د افغانستان لومړنی سیاسي هیأت د محمد ولي خان دروازي په مشرۍ مسکو، لندن او بیا واشنګټن ته ولاړ، امریکا ورسره ډېر سوړ چلند وکړ. او د افغاني مشرانو صدراعظمانو، د بهرنیو چارو وزیرانو او ان چې پاچا له سفرونو سره هم امریکا، افغانستان ته د مرستې لاس ور کړ او په حقیقت کې دا په سیمه کې د امریکا غلط سیاستونه وو چې افغانستان یې د شوروي په خوله کې ور واچاوه. کله چې د ۱۹۵۵/۱۳۳۴ له لویې جرګې نه وروسته داوود خان د خپلې اردو د تسلیح له پاره مسکو ته مخه کړه، مسکو سمدلاسه سل میلیونه ډالر پور ورکړل او په همغو پیسو داوود خان خپل لومړنی پنځه کلن انکشافي پلان پر مخ بوت او دغسې روسانو خپلې له دویم نړیوال جنګ نه پاتې له موده لوېدلې وسلې بیا رنګ کړې او پر افغانستان یې وپلورلې او له هغې سره شوروي ته د افغان محصلینو د لېږلو بهیر هم پیل شو چې له استثناآتو پرته نور ټول یې د کمونیزم پر ایډیالوژۍ سمبال افغانستان ته را واستول چې همدغو په شوروي کې روزل شویو ځوانانو د ۱۳۵۲ په کودتا کې هم سهم درلود او د ۱۳۵۷ په کودتا کې هم چې دې کودتا د روسانو تجاوز (۱۹۷۹) ته هم زمینه برابره کړه چې په پای کې مات شول او شوروی هم ړنګ شو، خو افغانستان ته یې هم نه تلافي کېدونکي زیانونه ورسول.




t