د بلخ د اوسپنې د اورپټلۍ ریاست ودانۍ جوړه او پرانیستل شوه

د بلخ د اوسپنې د اورپټلۍ ریاست ودانۍ جوړه او پرانیستل شوه

د بلخ د اوسپنې د اورپټلۍ ریاست ودانۍ له جوړیدو وروسته  د ټرانسپورت وزیر انجینریما یاري او ورسره ملګري پلاوي لورې رسمآ افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دا ودانۍ په اساسي او معیاري ډول په ۴۰ میلیونه افغانیو د څلورو پوړونو، ۲۰ کاري دفترونو، د غونډو سالون، مجهزخوړنځي او نورو لازمو ملحقاتو په لرلو سره د یوه کال په موده کې جوړه شوې ده.

د بلخ د اوسپنې د اورپټلۍ ادارې اداري او تخنیکي برخه به په راتلونکي کې له دغې ودانۍ ګټه اخلي.

د یادونې وړ ده، چې د ټرانسپورت وزیر بلخ ولایت ته د سفر پر مهال د مزار شریف د څه باندې ۱۷ کیلومتره حلقوي سړک د جوړیدو چارې هم پرانیستې.
دا سړک په څه باندې یو میلیارد افغانیو جوړیږي.



t