خوست: په څه باندې ۱۸۱ میلیونه افغانیو ټولګټې پروژې پرانیستل شوې

خوست: په څه باندې ۱۸۱ میلیونه افغانیو  ټولګټې پروژې پرانیستل شوې

  د ټرانسپورټ وزیرانجنیر یما یاري خوست ولایت ته د رسمي سفر پر مهال په داسې حال کې یو شمېر بشپړې شوې ټولګټې پروژې پرانیستې، چې په ټرانسپورتي برخه کې د جمهوري ریاست عالي مقام سلاکار فرید احمد مومند، د ملکي هوایي چلند ادارې رییس محمد قاسم وفایي، خوست والي حلیم فدایي او یو شمېر وکیلانو او قومي مشرانو یې ملتیا کوله.

 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې پروژو کې د لکڼو او خوست نښلونکی ۸۰ متره اوږد پول، د مردي خېل – غورمبي نښلونکی ۵۱ متره پول، د هارون خېلو ۴۰ متره پول او د خاني خوړ ۲۰ متره پول شامل وو، چې په ټولیز ډول ۱۰۹,۱۷۱,۲۳۵٫۶۸ افغانۍ لګښت پرې شوی.

 

همدا شان د اطفایې او هوا پېژندنې ادارو ودانۍ، د وسایطو ګراج، حلقوي سړک، د احاطې له دېوال څخه د ودانۍ د ترمینل تر ودانۍ نښلونکی سړک، امنیتي برجونه او د هوایي ډګر سیل برونه په ۷۲,۷۳۰,۹۸۵٫۲۷ افغانیو افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

 

د ټرانسپورټ وزیر انجنیر یما یاري د دغو پروژو د مسولینو او همکارانو له زحمتونو د مننې ترڅنګ وویل: په ټرانسپورتي سکتور کې د زیربنایي پروژو بشپړیدل په اقتصادي برخه کې د سیمه ییز اتصال، اقتصادي پروګرامونو او له نورو هېوادونو سره د افغانستان د وابستګۍ د کمولو له پلوه د دولت مهم لومړیتوب دی.

 

د هغه په وینا دا هڅې د اقتصادي ودې او پراختیا زمینه برابروي، چې دا پروژې یې بېلګې دي.

د یادونې وړ ده، چې خوست ولایت ته د ټرانسپورت وزیر د سفر په دوام، د ملکي هوایي ډګر د ترمینل د ودانۍ، د ټاور د کنټرول د ودانۍ، تکسوي، رمپ، د وسایطو پارکینګ، اوبو، فاضلاب او باندیني بریښنا سیستم د جوړیدو چارې په ۹۹۱ میلیونه افغانیو پیل شوې.

د خوست والي محمد حلیم فدایي د زیربنایي پروژو د پر بریالي پای ته رسیدو د خوښۍ ښودلو ترڅنګ، د دغو پروژو تطبیق افغانستان او په ځانګړي ډول خوست ته د دغه ولایت د جغرافیوي موقعیت په پام کې نیولو سره ارزښتناک وګڼل.



t