د معلولینو ملي لوبډلې په جي پي کرکټ لوبغالي کې تمرینات پيل کړل

د معلولینو ملي لوبډلې په جي پي کرکټ لوبغالي کې تمرینات پيل کړل

د افغانستان د معلولينو ملي لوبډله چې اوسمهال د هندوستان هېواد په اتراپردیش ایالت کې ده، د لا غوره تمریناتو په موخه یې په جي پي کرکټ لوبغالي کې خپل تمرینات پيل کړل.

په همدې موخه یې پرون په جي پي کرکټ لوبغالي کې چې د ويکټو کنډيشن او موسم یې هم له انګلينډ سره زیات ورته والی لري، خپل تمرینات پيل کړي دي.

په دې تمریناتو کې تر ډيره پورې توپوهونکو ته د توپ تاوېدلو (سوینګ)، اداره کولو او د توپ تاوولو تخنيکونو ورزده کړل شول.

باید وویل شي چې افغان لوبډله به د روان کال په اګست میاشت کې د انګلستان په هېواد کې د معلولينو ترمنځ د کېدونکي نړيوال کرکټ سېریز برخه وي.

دغه راز د یادونې وړ ده چې د افغانستان د معلولينو ملي لوبډلې چې د جولای میاشتې له لسمې نيټې راهیسې یې په هندوستان کې خپل تمرینات پيل کړي؛ د اګست په لومړۍ نېټه به انګلستان هېواد ته سفر وکړي چې په دې سفر کې یې مالي ملاتړ امریکا غږ اشنا راډيو کړی دی.




t