ټاکنيز کمپاينونه

ټاکنيز کمپاينونه

حبيب الرحمن حبيبي

انتخابات د دیمکراسۍ  یو اصل دی چې د نظام او ولسونو ترمنځ فاصلې لنډه وي.

دا چې د ولسمشرۍ انتخابات پر هغه قانوني موده نسوه ترسره د یو لړ ستونزو پر اساس.

دا چې انتخابات خپل پر هغه قانوني موده ترسره نسوه نو اوس د انتخاباتو تر مسله د سولې مسله ډیره مهمه ده چې تر څو ټولې خواوې په انتخاباتو کې ګډون وکړي سوله زیاته مهمه ده .

مګر دا چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون د ولسمشرۍ انتخاباتو ته تیاری اعلان وکړ نو دا دی نن شپه پر ۱۲ بجو د ولسمشرۍ د نوماندانو تر منځ ټاکنیز کمپاینونه شروع سول.

هیله مې:

د هیواد ټولو افرادو څخه مې د یو کشر ځوان په صفت دا هیله ده چې سیاسیون موقت دی ،نظامونه موقت دی تاسو فکر وکړی چې په ۳۰ کاله په افغانستان کې څومره نظامونه تبدیل سول مکر هغه افرادو دوستی او ملګرتیاوې داغسې ثابتې پاته دي علت دا دی چې دوی خپل دوستي د نورو د قدرت لپاره نده قرباني کړې.

نو ستاسو څخه مې هیله ده چې خپل د خوښې وړ نوماند ته پریمانه کمپاین وکړی تر څو مو ټیم کامیابۍ ته ورسیږي .

ولې خپل نوماند ته د کمپاین پر مهال یو بل ته سپکې سپورې، سپک الفاظ کارول، ښکنځل کول که څه هم ځینې دیر سپکې خولې پریکوي مکر باید د دې کارو څخه لاس واخلئ تر څو خپل مقابل لوری ته د منطقو او په دلایلو باندی قنعت ورکړه تر څو مقابل دی په ټاکنیز کمپاین کې درسره یو ځای سي .

او یا هم  د خپلی خوښې نوماند به ملایکه درته جوړه کړي او بل نوماند ته به سپکې سپورې کوي داسې الفاظ کارول د انسان پر ټولیزو بد اخلاقۍ دلالت کوی.



t