هلمند د چاپيريال ساتنې رياست، د لښکرګاه ښار درېيمې ناحيې اړوند د يو ښوونځي ماشومانو ته د چاپيريال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړ.
د افغان بريا په نوم د يو خصوصي ښوونځي ماشومانو ته پلاستيک سره د مبارزې، د ونو او ځنګلونو د ساتنې او ارزښت او د چاپيريال په اړه پر يو شمېر نورو موضوعاتو پوهاوی ورکړل شو.
د يادونې ده چې د چاپيريال ساتنې ملي ادارې په ټول هېواد د چاپيريال ساتنې په اړه کمپاين پيل کړی دی.
.