تعصب او خام فکري / محب زغم

تعصب او خام فکري / محب زغم

زما په گومان د تعصب یو لامل خام فکري ده. خام فکري په دې بڼو څرګندېږي: د ځان پوره گڼل، د واقعيتونو پر مطلقوالي باور، خپل ټبر/ خپله ډله تر نورو پورته گڼل، خپلو باورونو ته د حقيقت په سترگه کتل او پر خپلو باورونو باندې غره کېدل. راځئ چې د يادو لاملونو ماهيت ته ځير شو.

انسان کامل دى که ناقص؟

کامل هغه دى چې هرڅه کولاى شي، په هر څه پوهېږي، هر کار يې سم او هره خبره يې سمه ده. موږ وينو چې هر کار نشو کولاى، په هر څه باندې نه پوهېږو او هره خبره مو خامخا سمه نه وي.

 انسان له هره پلوه نيمگړى دى. د فزيکي توان له نظره مو وس محدود دى. زموږ فکر، پوهه او عقل هم ناقص دى، خو د بحث پر مهال ځان پوره گڼو او دا له ياده باسو چې موږ نيمگړي يو. همدا د ځان پوره گڼل د تعصب لويه سرچينه ده. تعصب دې ته وايي چې خپله رايه او خپل باور بيخي سم وگڼو او د نورو هغه ناسم.

مفاهيم نسبي دي که مطلق؟

د کوهي اوبه په اوړي که راته سړې ښکاري او په ژمي کې تودې؛ خو اوبه هماغه اوبه وي. هېڅ فرق يې نه وي کړى. له يوې سندرې يو وخت ډېر خوند اخلو؛ خو بل وخت خوند نه راکوي نو دغه سندره خوندوروه وبولو که بېخونده؟

د ښوونځي يو شاگرد مثلاً احمد په خپل ټولگي کې اول نمره دى؛ خو کله چې بل مکتب ته بدلېږي، هلته شپږم نمره شي. د احمد د لياقت په هکله به مو قضاوت څه وي؟

په دې دنيا کې مطلق نشته، بلکې هر څه نسبي دي. د کوهي اوبه په اوړي کې د هوا په نسبت سړې او په ژمې کې تودې دي.

 سندره په يوه خاص رواني (مزاجي) حالت کې خوند لري او په بل حالت کې يې نه لري. احمد په لومړي ښوونځي کې تر ټولو ټولگيوالو تکړه دى؛ خو په بل ښوونځي کې پنځه کسان تر ده لايق دي.

که دا خبره ومنو چې په نړۍ کې هرڅه نسبي دي؛ نو په خپلو خبرو به زيات ټينگار ونه کړو.
زموږ باورونه، دود او دستور به نورو ته هم مناسب ښکاره شي؟

په افغاني ټولنه کې ټېغ ايستل يو عادي کار دى او څوک يې بد نه گڼي؛ خو په اروپايي هېوادونو کې بې نزاکتي گڼل کېږي. عيسويان د خنزير غوښه په خوند خوري؛ خو زموږ يې په يادولو هم خوا گرځي. د چين خلک د سپي د غوښې په خوند نه مړېږي؛ خو اروپاييان زموږ په څېر ورنه کرکه کوي.

د خنزير غوښه زموږ په مذهب کې حرامه ده؛ ځکه يې نه خورو؛ خو داسې ژوي هم شته چې مذهب يې د خوراک اجازه راکړې ده؛ مگر موږ يې خوراک ته زړه نه ښه کوو لکه د يو ډول کارغه او ځينو بحري حيواناتو غوښه.

د هند په ځينو قبيلو کې نجلۍ له چونگښ سره او يا له سپي سره ودېږي، دوى باور لري، چې له سپي يا چونګښ سره واده به نجلۍ له بلاوو په امان كړي. دغه کار موږ ته بيخي خرافات ښکاري؛ خو ممكن موږ هم داسې دودونه ولرو چې نور ورته د خرافاتو په سترګه وګوري.

د هندي ټولنې د غريبانو لوڼې ځکه په کورونو کې زړېږي، چې پلار يې د جهيز پيسې نه لري. هلته رواج دا دى چې د نجلۍ پلار به خپل زوم ته جهېز وركوي. موږ ته د هنديانو دغه رواج ناسم اېسېږي خو موږ هم همداسې بد رواج لرو. زموږ ځوانان هم د ولور د نه لرلو په وجه بوډا کېږي. دلته وينو چې «ښه» او «بد» هم نسبي دي او تر ډېره بريده زموږ د تفکر په ډول پورې اړه لري. نو ولې خپل هر کار، هر دود دستور او هر باور سم وګڼو؟

کوم قوم غوره دى؟

په ټوله نړۍ دوه کسان حتى دوه غبرگوني وروڼه هم سل په سلو کې سره يو شان نه دي؛ نو د يوې ډلې يا يوه قوم په هکله به څنگه قضاوت وکړو چې ښه دى که بد؟ که هر رنگه معيار په پام کې ونيسو پر ډلو د مطلق ښه يا بد حکم نشو کولاى. په تېره بيا که دا هم ومنو چې «ښه» او «بد» نسبي مفاهيم دي. په هر قوم كې هم ښه شته او هم بد. كله چې د كابل په واټونو كې د هغو كسانو لوى لوى عكسونه وينو، چې زرګونه بې ګناه انسانان يې وژلي دي، كركه ځنې كوو؛ خو ځينې خلك دوى يوازې په دې خاطر لمانځي چې د دوى په قوم پورې اړه لري. که د ښه او بد معیارونه پر ټولو یو ډول تطبیق نه کړو نو فکر مو خام دی.

څوک چې د حقارت په احساس اخته وي، هڅه کوي چې په کاذب ډول خپل بروالی ځان او نورو ته ثابت کړي.

د دې کار له پاره ځان په خپل قوم پورې نښلوي او په خپل قوم که د رښتیا او درواغو قهرمانان پیدا کوي، بیا له هغو قهرمانانو څخه اسطوروي موجودات جوړوي چې تر انسان پورته او له عیب او نقص څخه مبرأ وي. دی په حقیقت کې د دغه خیالي او کاذب قهرمان په وجود کې خپل حقارت پټوي.

 له بلې خوا څوک چې ځان ورته کم او بې اهمیته ښکاري، خپل قوم تر نورو ښه، مېړنی، باتور، با ننګ … ښيي او په دې ویاړي چې دی هم د همداسې یوه قوم وګړی دی. حال دا چې هېڅ قوم تر بل قوم غوره نه دی. د افرادو په شان قومونه هم خپلې ښېګڼې بد ګڼې لري نو پر خپل قوم فخر کول، خام فکري ده.

په ايمان کې زموږ نقش څه دى؟

کله چې د ځينو خلکو عقيدې او عباداتو ته گورو، نو خندا راځي چې دا څه کوي؛ خو هغوى ته خپله عقيده هغومره سمه ښکاري لکه موږ ته چې خپله عقيده صحيح بريښي. د عقيدې لپاره موږ هم ځان قربانوو او هغوى هم.

دا ځکه چې انسان ځان غوښتونکى دى. د ارواپوهانو په نظر په انسان کې تر ټولو غښتلې غريزه ځان غوښتنه ده. که څوک ښه کارونه کوي که بد، د دواړو محرک ځان غوښتنه بلل کېږي. انسان ته خپله عقيده د خپل شخصيت تر ټولو مهم توکى دى ځکه خو يې په اړه نقد او سپکاوى نشي زغملى. که د چا عقيدې ته په بد نظر وگورو، مانا دا چې پخپله هغه ته مو په بد نظر کتلي دي. دا بايد هېره نه کړو چې دلته د عقيدې د سموالي او ناسموالي خبره بالکل نه ده مطرح؛ بلکې دا د ټولو انسانانو شريکه ځانگړنه ده او هېڅوک خپلې عقيدې ته د شک په سترگه نه گوري.

بله خبره: زه ځکه مسلمان يم چې خداى پاك په افغانستان کې په يوه مسلمانه کورنۍ کې پيدا كړى يم؛ نو په دې مسلمانۍ کې زما کمال او زما ونډه څه ده؟

 که مې زوکړه په اسراييلو کې شوې واى؛ نو اوس به يهود وم او که د کوم هندو په کور کې پيدا شوى واى؛ نو هندو به وم. ما ته چې خپل ايمان سم ښکاري؛ نو بايد له خداى څخه مننه وکړم، چې زه يې مسلمان پيدا کړى يم، نه دا چې پر هغو باندې چې مسلمانان نه دي، ملنډې ووهم.

 انسان د يوه ټولنيز موجود په توگه تل په دې لټه کې وي چې خپل همفکره، هم ذوقه، او همرنگه کسان ومومي يعنې داسې کسان چې ورسره مشترک وجوهات ولري. کله چې تاسې له يوه نابلد سړي سره مخامخ کېږئ له هغه د اوسېدو ځاى، قبيلې، کسب و کار … په اړه پوښتنې کوئ.

 فرضاً د هغوی په سيمه يا قبيله کې يو څوک پېژنئ؛ نو بيا د هماغه سړي پوښتنه ورنه کوئ چې پلانکى پېژنې؟ که هلته څوک ونه پېژنئ؛ بيا د نورو مسايلو په باب لکه ذوق، مفکوره، کورنۍ … تر هغو پوښتنې کوئ چې له هغه سره کوم مشترک اړخ پيدا کړئ.

 د دين په برخه کې هم هر انسان هڅه کوي چې خپل هم عقيده او هم باوره کسان ومومي او لا يې زيات کړي. تاسو ته به معلومه وي چې د ډاکټر ذاکر نايک د ويناو په بركت وخت نا وخت يو شمير خلک مسلمانان کېږي. هغه د خپل منطق او استدلال په بركت د دين خدمت كوي. که موږ ځان ته دا حق ورکوو، چې نور خلك خپل دين ته راوبولو؛ نو ولې دا حق نورو ته هم ورنکړو؟

موږ هم د نورو اديانو د پيروانو په څېر باور لرو چې دين مو غوره او بشپړ دى، نو ولې بايد له دې ووېرېږو چې پلانکى د بل دين تبليغ کوي او زموږ مسلمانان خپل دين ته وربولي. ډاډه اوسئ چې حق او بشپړ دين ته هېڅ څوک زيان نشي رسولاى. که د خپل دین پر غوره والي او کامل والي باور لرئ نو باید بې غمه کېنئ او هر چا ته حق ورکړئ چې د خپل دین تبلیغ وکړي. فارسي متل دی وايي: «مُشک آن است که خود بوید، نه آن که عطار ګوید.» نن سبا هغه وختونه تېر دي، چې څوك دې د تورې په زور مسلمان كړو. دا د منطق دور دى.

د پاى خبرې:

د ډيکتاتوري نظامونو لوى عيب دا دى چې خپل وگړي په دې باندې رټي چې ولې د دوى (واکمنې ډلې) په شان فکر نه کوې. د خپل هېواد وروستيو کلونو ته به وگورو: د خلکو ډيموکراتيک گوند غړو خپل عام هېوادوال يوازې په دې تور بنديان کول او وژل به يې چې د دوى په څېر يې فکر نه کاوه.

د جهادي تنظيمونو کار هم همداسې و. هغه ته چې له روسانو سره په جنگ کې وژل شوى و، هم شهيد ويل کېده او هغه ته چې د تنظيمونو په خپل منځي جگړو کې وژل شوى و، هم.

 هر تنظيم يوازې ځان برحقه ګاڼه، نور ټول ورته ناحقه ښكارېدل. طالبانو هم خپلې جگړې ته جهاد وايه او د شمال ائتلاف هم. د منطق له نظره دا ناشوني ده چې دواړه مخالف لوري دې په حقه وي.

طالبانو به ټلويزيونونه ماتول چې ناروا دي خو اوس پخپله د خپلو عملياتو، د انسان د سر د غوڅولو او د ځانمرگو بريدونو فلمونه ډکوي او په انټرنټ کې يې خپروي.

دوى پخوا هم د شريعت نارې وهلې او اوس يې هم وهي. د خلكو د ډيموکراتيک گوند د غړو له مفکورې رانيولې د طالبانو تر عقيدې پورې د ځمکې او اسمان توپير او تناقض شته؛ خو د دې ټولو ډلو د گردو ترسره شويو اعمالو اصلي محرک يو شى دى او هغه تعصب او خام فکري ده.



t