موږ درې بلا پسې / نهه څلوېښتم مخ

موږ درې بلا پسې / نهه څلوېښتم مخ

جاوېد اوربل

د تنګي جهیل

د ناجو ځوانې ونې ته مې تکیه وکړه، ژر ژر تنفس مې سینه پریشانه کړې وه. تیز باد لګیده، د شاوخوا سرګړو کې یې خوږه موسیقي روانه کړې وه.

لاندې جهیل ته مې وکتل، د لاس د زرغونې چمبې په ډول ښکارېده. دې جهیل موسمي رنګ خپلول.

په پسرلي او اوړي که به زرغون ښکارېده، په خزان کې سور او په ژمې کې به یې شنه لمبه کوله لکه د اسمان.

همدلته د ښاروګانو تیز خوږ غږ ته متوجه شوم. سترګې مې پټې کړې او سر مې پر ناجو تکیه کړ.

ذهن کې مې یو رنګین ځنګل راویست، د ښکرورو هوسیو یوه ګله مې لیدله چې خرامانه څري خو له لیري مې دوه پړانګان نظر ته راغلل چې د هوسیو له ګلې راتاویږي.

دوه پړانګان نه وو، بلکې د دوی هم یوه ګله ورپسې راغلې وه.

هوسۍ ودریدې، لکه د پړانګانو د پښو ترپا یې اوریدلې وي، بیا داسې ډلې ډلې یوې او بلې خواته په منډه شوې چې نېمې پر هوا او نیمې پر ځمکه وې.

دوې وړې هوسۍ مې لیدې چې دوه چالاکه پړانګان ورنږدې کیږي، د یوې قسمت ښه و، د اوبو ډنډ ته یې ور ټوپ کړل، دې بلې ته چې پړانګ د چمبې ضربه ورکړه، لیري وغورځیده او د پړانګ تر خیټې لاندې شوه، له خولې مې په زوره ووتل، مه مه، مه کوه.

سترګې چې مې لوڅي کړې، د څنګ ناجو ونې ته لکه زه همداسې زارا تکیه کړې وه.

سپورټي تور پتلون یې اغوستی و او سره سپک بوټونه یې په پښو وو.

ورته ومې ویل: کومه ټکه چې لوېدلې، زه بیخي پرې خبر نه یم.

دې وویل: ټکه نه ده، ټکې دي.

ـ سیدو دې له څه مهاله راهیسي نه دی لیدلی؟

ـ هغه شپه چې ته هم زموږ کور ته راغلی وې.

ـ ابدل څنګه؟

ـ خبر یې نه لرم. خو دومره پوهیږم چې د هغه له لاسه زما ژوند هم تریخ شو.

ـ څنګه؟

ـ څه یې کوې؟

ـ زه غواړم، په هر څه پوه شم. لېمې سره خو به دې خبرې نه وي کړي؟

ـ نه، کار خو ټول هغې خراب کړی دی. ما ته یې وویل چې سیدو ته ووایم چې خور یې پر ابدل میینه ده.

ما چې سیدو ته وویل، هلک سور اور شو. بیا یې خبره هم نه ده راسره کړې. ابدل هم پر دې خپه دی چې ولې دې هغه خبراوه.

شبوګله هم راته مسته شوې، اخطارونه یې راکړي چې ولې دي داسې کړي دي.

هیڅوک مې اوس خبره نه اوري چې ما قصدا داسې نه دي کړي، دا ټوله لېمه وه.

پرېږدوه یې په ما یې د بېعقلې ګومان وکړ او داسې احمق کار بیا ما وکړ چې تر څو ژوندی یم، پرې شرمیږم به.)

بیا یوه خاموشي راغله، زه یې حیران کړم چې دا څه خرابي پېښه شوې ده.

زارا وویل: موږ ټول خبر یو چې ته ناروغ شوی یې خو موږ هر یو اوس په خپلو خپلو غمونو کې غرق یو.

لاس یې پر ځمکه ولګاوه، پر دوو ګوتو کښیناسته، بیا یې سر او لاسونه د پښو خواته کښته کړل، راپورته شوه او منډه یې کړه.

زه ورو ورو ورپسې روان شوم. دا ډیره چټکه وه.

زارا له غره پر یوې لارې د خپل موټر خواته کښته شوه خو زه پر بلې لارې د جهیل غاړې ته ورغلم.



t