لطايف – عبدالولي

لطايف – عبدالولي

وايي يو وخت پاکستان کې ټاکنې کېدې، د نهو سياسي او مذهبي ګوندونو قومي اتحاد ټاکنيزه نښه د قلبې يوه وه، اردو کې ورته هَل وايي، نو ملايانو به غونډو کې د سورت الدهر ايت کريمه: هل أتی علی الإنسان حين من الدهر ډېر ډېر وايه او ړومبی ټکی هل به يې مکرر وايه.

په مقابل کې د بوټو د‌ ګوند کسانو به د قرآن بل ايت: تسعة رهط يفسدون في الأرض وايه چې معنا يې داسې جوړېږي چې دغه د نهو کسانو ډله په ځمکه کې فساد کوي.

پاکستان کې د ټيليفوني خدماتو يوه کمپنۍ د يوفون په نوم ده، افتتاحیه غونډې ته يې کوم قاري غوښتی و، قاري د همدغه سورت الدهر ايت: يوفون بالنذر و يخافون يوما … تلاوت کړ او يوفون يې په مکرر ډول ووايه.

د‌ ايم ايم ای او بيا وروسته د فضل الرحمن صاحب د‌ ګوند ټاکنيزه نښه کتاب و، هغوی به ويل موږ ته رايه د الله کتاب ته رايه ده. 

ما ويل هسې نه دلته څوک شروع شي او ووايي چې زموږ ټاکنيزه نښه کتاب ده، لهذا موږ ته رايه د الله کتاب ته رايه ده او ټاکنيزه شمېره مو اته ده، نو غوره ده، ځکه چې جنتونه اته، د جنت دروازې اته، د حج شروع په اتم ذوالحجې، د‌ عرش اوچتوونکي ملايک اته دي. 

خو دا کار سم نه دی، د قرآن او سنت اعداد او الفاظ د‌ خپلو دنياوي مفادو لپاره مه کاروئ. هو، نېکفالي پرې کولای شئ.

او دا هم واورئ چې تاسو د چا په شعارونو، شمېرو او نښو سره مه دوکه کېږئ بلکې دې ته وګورئ چې څوک د‌ ولس او هېواد په خير دی، له چا سره د ښېرازۍ، ابادۍ او سولې برنامې او کارنامې دي، ماضي او حال ته يې وګورئ او د مستقبل اندازه يې ولګوئ، مخکې چا دې وطن ته خير رسولی دی او چا ورته شر رسولی دی؟ شکر دی ولس دومره ناپوه هم نه دی.


لیکنه، لطایف
t