شاعري / بارکوال میاخېل

شاعري / بارکوال میاخېل

له ګیلګمېشه د یونان تر نابینا هومره
له پهلوان امیر کروړه تر خوشال خټکه
له پروني واخلې د نن تر یوه ځوانه پورې
چې دې له هر یوه شاعر سره واده کړی دی
دي در اغوستې هر چا خپلې جامې
که پر تا جوړې وې که نه دوی درکولې جامې
ځینو دې زیات کړ سینګار
چې شوې ښکاره پکې د حسن د جنت شاپېرۍ
خوږه تر شاتو د لذت شاپېرۍ
ځینې جامې درپکې داسې تنګې
چې اخیستای دي پکې نه شوه بېخي سا شېرینې
وه په ریښتیا د مرګ قبا شېرینې
ځینو خوارانو کړلې پټه د خوارۍ په جامو
پینې پینې او څیرې څیرې کمیس
یې د زردارو په وطن کې لکه مینځه کړلې
بیا یې واده هم د سپېرو خاورو په سینځه کړلې
چا در پیرزو کړلې د جنګ جامې
چې یې لستوڼي جوړ له وینو، پر ګرېوان یې د سکروټو بخۍ
ته پکې خوړینه شوې نازک وجود دې اور واخیست
رنځ دې د شور واخیست
چا درته راوړل د حیا له رخته جوړ کالي
کړې پکې پټه یې له سره تر پښو
چې مات دې ستر مخته هیڅ د نامحرم نه شي
لوټ دې چې برم نه شي
څوک دې زاړه ګڼي خرڅوړي دا ټول
پر تن دې ګوري رنګ په رنګه نوې نوې د جهان جامې
چې نیم بدن دې لوڅ او نیم پکې پټ
ته هم خوشاله یې چې ښکارې پکې ځوانه تر حد
پر هر چا ګرانه تر حد
عمر دې ډېر شه چې ژوندۍ یې ترڅو
لا به هم واغوندې جامې د کوم کوم رنګ شاعرۍ
لا به راځي درته رنګ رنګ مېړونه
لا لکه مینځه به ورځې تر هر پالنګ شاعرۍ.


ادب، شعر، بارکوال
t