د سلمې کلیزې په ویاړ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې

د سلمې کلیزې په ویاړ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په ویاړ د پهلوانۍ دوه ورځنۍ پيل شوې سیالۍ پای ته ورسیدې.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، په دې سياليو کې د لغمان ولایت سربیره د سره رود ولسوالۍ، جلال اباد ښار او د روداتو ١٦ کلپونو او ١٩٥ تنو لوبغاړو (پهلوانانو) برخه اخیستې وه.

په یادو کلپونو کې ٥ کلپونه د لغمان ،٧ د جلال اباد ښار ،٢ د سره رود او دوه د روداتو ولسوالۍ شامل ول.

سرچینه وايي، د روداتو ولسوال سید علي اکبر سادات له ځوانانو او د لوبو له ترتیبوونکو مننه کړې چې دا ډول سولیزې لوبې برابروي.

نوموړي ویلي چې د ورزشکارانو هرې ستونزې ته به رسیدګي کوي او د ورزش په برخه کې به ځوانانو ته بیلابیلې سیالۍ په لاره اچوي.

ددې لوبو په پای مراسمو کې ګڼ ځوانانو خبرې وکړې او خوښي یې ښکاره کړه چې دا ډول مسابقې ورته برابریږي او له بیلابیلو ځایونو په یوه اتفاق سره لوبې کوي.

 

 


خبرونه، ورزش، رودات
t