ځان ته د نورو خلكو راجلبولو رازونه

ځان ته د نورو خلكو راجلبولو رازونه

په طبيعي ډول يو څه چې د ټولو د راجلبولو سبب ګرځي، هغه دوى ته ارزښت وركول او په ټوله معنا دوى ته درناوى دى، نو ځكه د نورو راجلبولو ډېره اسانه او ساده کار دى.
په نورو کې دا احساس راپيدا کړئ چې دوى ډېر مهم دي.

ځان ته د نورو خلكو د راجلبولو پنځه لارې
تر ټولو مهم ټکی دا چې نور بايد ستاسو په شتون کې ځان ډېر مهم احساس کړي، ستاسو له بدن څخه مثبته انرژي واخلي.

چې دغه لاري په لاندي ډول دي:
منل، درناوى، تاييد، ستايل او پاملرنه.
۱-منـــــــل(پذيرش)
تر ټولو ښه ډالۍ چې غواړئ په سلوک کې نورو ته ورکړئ هغوى ته پرته له کوم قيد او شرط په مثبت او د درناوي په سترګه کتل دي او دا په دې معنا يعنې هغوى چې په کوم ډول دي ټولي کړني تاسو ته د منلو وړ دي او پرته له کوم قيد او شرط تاسو هغوى منئ.
هيڅکله پرې نيوکه نه کوئ او په هيڅ مسئله کې يې ملامت(پړ) نه ګڼئ، د هغوى فکر د طبيعت شاهکار او ميړانه ده، دغه ټکی د نورو د راجلبولو لپاره ستاسو پيل دى.
اوس څنګه کولی شئ چې دغه په ټولو معنى منښت څه ډول بيان او ښكاره کړئ؟
ډېر اسانه، مسکي شئ کله چې نورو سره مخ کېږي نو ورته مسکي شي، او دا د دې سبب ګرځي چې د نورو په نفس او ځان باور زيات شي او په پايله کې به د ځان په وړاندې د خوښۍ احساس وکړي. هغوى د ځان په وړاندې د مهموالي او ارزښتمن احساس پيدا کوي، نو طبيعتا که چېرې تاسو د دې سبب شئ چې نور د ځان په وړاندې ښه او په زړه پورې احساس وکړي، نو له تاسو سره يې مينه پيداکېږي. پرته له دې چې د هغوى لپاره ستاسو له خولې هيڅ خبره نه ده وتلي، او تل هڅه كوي چې له تاسو سره خپله ملګرتيا پياوړې کړي ځكه تاسو د هغوى د برياليتوب سبب ګرځيدلي ياست او کله چې د چا د ژوند يو هيله څوك پوره کړي نو بيا يې ورسره په ټول ژوند کې مينه وي.

۲- درناوى (قدرداني)
کله چې ستاسو لپاره يو څوك هر ډول کوچنى او ستر کار ترسره کړي او تاسو يې  په وړاندې د درناوي له سلوک څخه کار واخلي، نو دا کار د هغوى د نفس باور زياتوي او په ځان نور هم ډاډه کېږي. هغوى د ځان په وړاندې د درناوي او مهموالي احساس کوي، او د توانمندۍ او وړتيا احساس يې لاپسې زياتېږي، او کوم فکر تصور چې د ځان په اړه لري نور هم زياتېږي او دځان د درناوي په پايله کې يې نفس باور هم زياتېږي.
اوس تاسو دا ډول ښه احساس څرنګه په نورو کې پيداکړئ؟
په ساده ګۍ! بسنه کوي چې تاسو په هر ډول شرايطو کې ذ کوچنى او لوى دليل له کبله يوازي ووايي چي (مننه کوم) په همدې ځان عادت کړئ. له ټولو افرادو سره چې اړيكې لري او هغه څوك چې ستاسو لپاره کوم کار ترسره کوي، له هغوى څخه مننه وکړي او د منندويي سلوک خپل کړي. له خپل مرستيال څخه  د کار لپاره مننه وکړي، له خپلې ميرمني څخه د مرستي لپاره مننه وکړي او له خپلو بچيانو څخه، چې ښه کارونه يې ترسره کړي، مننه او درناوى يې وکړي.
دا د دواړو لوريو لپاره دوه اړخيز ګټور ارتباط دى، کله چې تاسو نورو ته مسکا او له هغو څخه  مننه وکړى، نه يوازې دا چې  په هغوى د نفس او ځان باور زياتېږي بلكي د ځان په وړاندي هم ارزښتمن او د درناوى احساس کوي، په حقيقت کې دغه احساس تاسو ته هم لېږدول کېږي، کله چې تاسو څه وايي يا کوم کار کوي چې د نورو د خوښۍ او له تاسو سره د مينې سبب ګرځي تاثير يې په تاسو دا دى چې د نورو وختونو په پرتله له ځان سره د زياتي ميني احساس کوي او له ځان څخه د رضايت احساس کوي او هر څومره چې له ځان سره مينه وکړي نو په ناخبري ډول نور هم له تاسو سره زياته مينه لري، هغوى ته ډير پام کوي څومره چې له ځان سره مينه لري هغه له نورو سره د مينې په پرتله لږه وي او له دې سره په طبيعي ډول د نورو په منځ کې ستاسو محبوبيت لاهم ډېريږي.

۳-تــــائيـــد
دا هماغه څه دي چې وايي (هلکان يې له کبله ژاړي او لويان يې له کبله مړه کېږي) ټول انسانان پخپل بې حبره ضمير کې په ژوره توګه تاييدۍ ته اړتيا لري.
د ټولو هغو کارونو چې ترسره کوو يې  او د نورو برياليتوبونو تاييد چې د ژوند په اوږدو کې مو ترلاسه کړى دى، دغه اړتيا هم د انسان د نورو اړتياو په څېر لکه خوراک څښاك له انسان سره ملګري چې اراضي او موقيعت ته هم نه ګورى د دې تر څنګ هيڅکله پاى ته رسيدونکى نه دى.
هغه څوك چې تل د ژوند په اوږدو کې د نورو د تاييد لپاره هڅه او کوښښ کوي دا ډول کسان چې هر چېرته لاړ شي د نورو له تود هر کلي او ښه راغلاست سره مخ کېږي.
شايد د تاييد لپاره تر ټولو ښه تعريف (ستاينه او هڅونه)ده، دغه موضوع تر دې اندازې ارزښتناكه ده چې موږ به يې  په اړه بيا ځلي بحث وکړو، يوازې په ياد ولري کله چې نور د هغوى د ښو کارونو له کبله ستايي او کارونه يې  تاييد وي، هغوى نور هم په ځان باور پيدا کوي او د ځان په وړاندې يو ډول غوره احساس کوي او په پايله کې تاسو د دې اشخاصو په وړاندي چې دا غوره احساس مو په کې پيدا کړى محبوبيت پيداکوي.
ستاسو لپاره په زړه کې مينه نوره هم زياتېږي او تاسو ته د يو مينه ناک او راجلبونکي شخص په  سترګه ګوري، او تاسو يې په وړاندې د لا درناوي وړ ګرځي.

۴-ستاينه
ټول انسانان غواړي چې د نورو له خوا وستايل شي، کله چې تاسو نور افراد د هغوى د ښو کړنو، فعاليتونو، ميړانو او مهارتو له کبله ستايي نو هغوى به په ناخبره ډول د ځان په وړاندي غوره احساس وکړي.
د دې ترڅنګ يو مهم، ارزښتمن او د تاييد وړ احساس په کې راپيدا کېږي، او له دې سره يې هم له ځان سره مينه پيدا کېږي او هم يې په زړه کې له تاسو سره مينه زياتيږي.
د يو چا ستاينه د هغه د ښو اخلاقو، ښو جامو اغوستلو، ښه سلوک کولو، خپلو اهدافو ته د رسيدلو له کبله کېږي خو دلته بايد تاسو په دې پوه شي چې يو کوچنى فعاليت هم بايد په هماغه کچه وستايي لکه څنګه چې لوى کارونه ستايئ، تل په داسې کارونو پسې وګرځي چې له کبله يې خلک وستايي، کله چې هم تاسو په يو چا کې د ستايني جوهر پيدا کوى، نو له تاسو سره د دې ډول اشخاصو مينه نوره هم زياتېږي او تاسو ورته د يو راجلبونکي او مينه ناک انسان په توګه معلوميږي.

۵- پاملرنه ( توجه)
دغه برخه په سلوک يا برخورد کې د افرادو د راجلبولو، په نفس او ځان د باور زياتوالي تر ټولو مهم او ځواکمن عنصر بلل کېږي.
کله چې تاسو خپل ټول پام د نورو په لور اړوي، نو هغوى به ځانته د يو ارزښمن او مهم انسان په سترګه وګوري او ځان په وړاندې به غوره احساس خاوند شي او په پايله کې تاسو د هغوى په تصور کې يو مينه ناک او راجلبونکې انسان جوړشي.
که چيرته تاسو پخپل سلوک او برخورد کې دغه پنځه و کليدي عوامل ته لومړيتوب ورکړى، نو وبه وينې چې په لـــــــــــــــــنډ وخت کې تـــــاسو د يو ټولنيز چاپيريال تر ټولو اغيزناکه او مينه ناک انسان ياست.
ترتيب کوونکي: طـــــــــــارق ياسيني



ليکني او ژباړي معلوماتي
t