پکتیکا: د یوې ودانۍ د رغولو چارې پيل شوې

پکتیکا: د یوې ودانۍ د رغولو چارې پيل شوې

په پکتیکا ولایت کې د یوې پروژې د رغونې چارې پېل شوې

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د ګومل پکتیکا فرعی سیندیزې حوزې ریاست د ودانۍ، د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

ددې پروژې د بنسټ ډبرې ایښودو په مراسمو کې د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکني، د ولایتي ادارې یوشمېر رییسانو او مدني فعالانو ګډون درلود.

سرچینه وايي، یاده ودانۍ په دوو پوړونو کې، د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي، چي د جوړېدو چارې به يې د پینځلسو میاشتو په اوږدو کې بشپړې شي.


خبرونه، پکتیکا، بیارغوونه
t