رواني جګړه او لارې چارې يې

رواني جګړه او لارې چارې يې

لمړۍ برخه

وسیع ابهام

جګړه دوه ډولونه لري چې یو ته يې فزیکي او بل ته رواني جګړه ویل کېږي. فزیکي جګړه مشهوره ده، مشاهده کېږي او تعریف يې هم ستونزمن ندی، مګر رواني جګړه د هر چا د پوهېدو وړ نه وي او نه يې هر څوک تعریفولی شي.

د ټولنیزې ارواپوهنې ( social psychology) يوه مهمه برخه د رواني جګړې يا ( psychological warfare ) په اړه ده، رواني جګړه اوږده مخینه لري، ان د انسان لومړنیو تمدنونو ته یې ريښه رسېږي.

په طبعیت کې انساني چاپېریال نور غریزي موجودات هم لري، چې له پيله هغوی هم د ځاني خونديتوب او مقابل ویرولو په پار داسې کارونه کول چې مقابل لوری له فزیکي مبارزې پرته فرار وکړي، لومړني هر موجود د ځان ساتنې په پار داسې طريقې غوره کولې چې د نورو په زړه کې ډار ور واچوي او ځان وساتي.

د رواني جګړې اصطلاح په دويمه نړيواله جګړه کې په امريکا کې دود شوه، هغه مهال ورته د ”تبليغاتو جګړه“ ويل کېده، خو وروسته چې ددغې جګړې ټکټونه او شيوې پېچلې شوې نو د رواني جګړې اصطلاح يې خپله کړه.

فولر (fuller) مؤرخ او د برتانيا پوځي شننونکی لومړنی شخص و چې په ١٩٢٠م کال يې د رواني جګړې اصطلاح وکاروله، هغه په یو بحث کې ادعا کوي چې امکان لري د جګړې دوديز توکي خپل ځای رواني جګړې ته ورکړي، کوم کې چې وسله نه کاريږي او پر ځای يې نورې هڅې کېږي لکه: د انساني پوهې له منځه وړل، انساني هوش مغشوشول، د نفوذ له لارې د يو ملت د اخلاقي او معنوي ژوند د له منځه وړلو هڅې او داسې نور.

په ١٩٤٠ م کال د فولر د يو مقالې چې عنوان يې ”رواني جګړه او پر لاره اچولو لارې چارې“ وې په خپریدلو سره، دغه اصطلاح د امريکا ادبیاتو ته دننه شوه.

په راتلونکو برخو کې به د رواني جګړې پر تعريف، برخو، وسایلو، لارو چارو او حل لارو وغږیږو.

د رواني جګړې تعريف

په لومړيو کې د رواني جګړې په اړه داسې تعريف شوی و چې ” د ځانګړې موخې په خاطر د يوې ډلې پر روحيې او چلند د اغېز شيندلو لپاره له هر ډول لارو چارو څخه ګټه اخستل رواني جګړه بلل کېږي“

په ١٩٦٤م کال د امريکا د بحري ځواکونو له لوري يوه خطي نسخه چاپ شوه چې د رواني جګړې تعريف پکې په دې ډول شوی و: پر دښمن د خپلې ارادې تپل او د غیری پوځي وسايلو له لارې د هغوی پر کړنو حاکمېدل دي.

په ١٩٥٥م کال د مارچ په مياشت کې د امريکا دفاع وزارت ( د جګړې په ډګر کې) په نوم يو کتاب خپور کړه چې د رواني جګړې په اړه يې لومړنۍ بنسټيزې نظريې ورکړې، په دې کتاب کې د رواني جګړې په اړه داسې ويل شوي: له طرحه شويو تبليغاتو او نورو اعمالو څخه ګټه ده چې مخکې تر هر شي د دښمن د ټولنې پر احساساتو، چلنداو دريځ، بې طرفۍ یا ملګري او يا د ملي موخو د ترلاسه کولو لپاره ترسره کېږي.

خو تر ټولو غوره تعريف يې بیا د پل لاینبرګر ( paul laeinberger) په نوم عالم په خپل مشهور کتاب ”رواني جګړه“ کې کړی دی چې: د دښمن پر وړاندې د تبليغاتو څخه ګټه اخستل دي چې سياسي، اقتصادي او پوځي منځپانګه ولري.


رواني جګړه، معلومات
t