د ملي بیرغ جشن لپاره له ځوانانو او فعالانو سره ناسته وشوه

د ملي بیرغ جشن لپاره له ځوانانو او فعالانو سره ناسته وشوه

په کونړ ولایت کې د ملي بيرغ جشن لمانځلو ته د تابیاوو په پار د ځوانانو او مدني ټولنو استازو سره دهمغږۍ ناسته وشوه.

دا ناسته د کونړ ولایت مرستیال والي ګل محمد بیدار له ځوانانو او مدني ټولنو له استازو سره کړې ده.

نوموړي ویلي، سبا دوشنبه د زمري –اسد (۷) نېټه چې د بیرغ ملي ورځ ده د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ به په کونړ کې هم په شاندارو مراسیمو سره ولمانځل شي.

ښاغلي بیدار له ټولو قشرونو او ادارو وغوښتل چې ځانګړی چمتوالی ونیسي.

هغه له خلکو وغوښتل:

«پر کورونو، هټیو او ټولو دولتي ادارو ملي بیرغونه نصب او ددې ترڅنګ لارو او کوڅوته ملي بیرغونه له ځانه سره راوړي

بیدار د افغانستان ملي بیرغ د هېواد ستر ویاړ او د عظمت سمبول دی،د رپانده ساتلو لپاره یې زړورو افغانانو خپل سرونه نذرانه کړي او لاهم دوام لري .



خبرونه، کلتور، بیرغ ورځ
t