زه د دې اوښکو رڼا یم وېرولی

زه د دې اوښکو رڼا یم وېرولی

خاموشۍ ! کومې بلا هم ويرولی
په خپل کور کې دلته چا یم وېرولی

راته سرۀ هره سایه په وینو ښکاري
که بلا د کربلا یم وېرولی

ټوله شپه په لرز اخته یم له تیارو نه
جوړ د زلفو اژدها یم وېرولی

قاتلانې دي دا واړه ښکلاګانې
ګزارونو د ښکلا یم وېرولی

په لېمو کې مې د څه د پاره ښوري
زه د دې اوښکو رڼا یم وېرولی

پائیکوبي د محبت ده ، لېونتوب دی
محبته ! ستا ګډا یم وېرولی

راته څوک شپېلۍ د غم وهي لګیا دی
ښاره ! ستا ستړي ژړا یم وېرولی

محمود ایاز کویټه جنوبي پښتونخوا


ادب، ایاز، اوښکې
t