د خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ ۲۹۳ کورنیو سره مرسته وشوه

د خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ ۲۹۳ کورنیو سره مرسته وشوه

په لغمان ولایت کې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په ویاړ د طبیعي پيښو له امله ۲۹۳ زیانمنو شویوکورنیو سره د خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.

دا مرسته د WFP همکارې موسیسې په همکارۍ شوې ده.

یاد توکي د لغمان پنځو ولسوالیو د بیلابیلو سیمو له ۲۹۳ د طبعي پيښو له زیانمنو کورنیو ته ورکړل شوي دي.

د لغمان ولایت مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار له مرستندویه ادارو مننه کړې او ویلي یې دي چې ولسونو ته خدمت او د هغوي لاسنیوی یې د ټولو ګډ مسؤلیت دی او په دې برخه کې تر خپلې وسې هڅه کوي چې اړمنو کورنیو ستونزو ته رسیده ګي وکړو.

د لغمان ولایت د پېښو په وړاندې د چمتوالي رییس جاوید نیازي په وینا په یادو توکوکې اوړه ،غوړي، او یو شمیر نور خوراکي توکي شامل وه.

د لغمان د رسنیو دفتر همداراز وايي چې له یادو کورنیو سره وړاندې هم د خوراکي توکو سربیره غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوې ده.


له خلکو سره مرسته، لغمان
t