د خپلواکۍ په وياړ؛ خوست کې د مقالې او شعر سيالۍ پيل شوې

د خپلواکۍ په وياړ؛ خوست کې د مقالې او شعر سيالۍ پيل شوې

د خوست ولایت د مرکز اړوند د آزادۍ مېنې په لېسه کې د خپلواکۍ سلمې کلیزې جشن د ښه لمانځلو لپاره د تیاري غونډه او همدا شان د زده کوونکو تر منځ د مقالو او شعر ویلو سیالي ترسره شوه.

په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د پوهنې رئيس نصیر احمد روښان د آزادي پر اهمیت او د ازادۍ ساتنې پر معاصرو لارو چارو زده کوونکو ته مفصلې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، اوس د تورې وهلو پر ځای آزادي په علم، ټکنالوژۍ او تدبیر ساتل کېږي، ده زده کوونکو ته په خطاب کې وویل ستاسو مسؤلیت یوازې او یوازې پر خپلو زده کړو تمرکز دی.

ورپسې د شورا ګانو مدیر او د خپلواکۍ جشن د تنظیم مسؤل محمد یونس اهنګر او دیادې لېسې مدیر قاسم جان سائل په خپلو خبرو کې په خوست ولایت کې د خپلواکۍ جشن د لمانځلو لپاره د زده کوونکو پر تیاري خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې په دې برخه کې معارف ریاست کاملاً اماده ګي لري او هره ورځ دغې ورځې ته زده کوونکو سره پر تیاریو کار کوي.

دغونډې په پاي کې زده کوونکو په خپل وار سره د خپلواکۍ پر اهمیت شعرونه، مقالې او ترانې وړاندې کړل.



t