چټکه مطالعه آرام ذهن ته آړتيا لري! / رحمت الله حلمیار

چټکه مطالعه آرام ذهن ته آړتيا لري! / رحمت الله حلمیار

رحمت الله حلمیار

د فکر وړ حقيقت دادی، چي تاسي احتمالاً خپل ځان تر اوسني حالت ډېر ځيرک جوړولای سی.

ساينس ښودلې، چي مشترک تخنيکونه لکه: د لوستل سويو موادو بياځلي لوستل، په متنونو کي د څرګندو نقاطو کارول او د قلم او کاغذ پرځای د کمپيوټر او موبايل په ذريعه ورځني نوټونه اخيستل د مطالعې کچه راکموي، خو په اوسني عصر کي موږ ډېری د پورتنيو تخنيکونو څخه کار آخلو.

ځيرکتر فهم کولای سي په ساده ډول د معتبري څېړني په واسطه د مطالعې مېتودونه تر څېړني لاندي ونيسي.

په دې وروستيو کي د روغتيا ملي انسټيټيوټ څېړونکو د يوې څېړني پرمهال روښانه کړې، چي ددغو مېتودونو له ډلي څو يې آسانه او د آسانتيا وړ دي.

۱۰ ثانيې چټکي زده کړي ته:

دا څېړنه د مغزي سکتې پر قربانيانو او نورو هغو کسانو چي په چټکۍ سره يې عصبي زيان بيرته راګرځولی، ترسره سوې او ښايي دغه موندنه ستاسي سره د راتلونکي آزمويني په محاسبه کي مرسته وکړي، يا په بل مفهوم په ښه مهارت خپله راتلونکې آزموينه ورکړی.

ياده څېړنه په ساده ډول ترتيب سوې، چي ۲۷ رضاکارانو پکي هڅه کړې، چي په ۱۰ ثانيې وخت کي د کليدي ضرباتو او متناوب تمرين لړۍ وټاکي.

د څېړنيز ټيم څارني په ډاګه کړې، چي څنګه او څه وخت دغو کسانو ښه والی وموند؟ کوم څه چي ددغي څېړني پرمهال موندل سوي، ډېر ساده، خو حيرانونکي دي.

ګډونوالو د تمرين په جريان کي ښه والی نه درلود، مګر تر ۱۰ ثانيو تمرين وروسته ددوی سرعت او دقت زياتوالی وموند.

ددوی ټولو زده کړه هغه وخت ښکاره سوه، څه وخت چي دوی له استراحت پرته نور هيڅ نه کول.

د برتانيا نفسیاتي ټولني يوه موندنه بيا دا پيشنهادوي، چي د وخت په جريان کي په ناباوره (آفلاين) ډول د نوي مهارت زده کولو لومړني پرمختګونه په واقعيت کي نه ترسره کېږي.

دا چي د يادي ټولني څېړونکو د ګډونوالو د دماغ سکېنونه ترسره کړل، نو ښايي دوی معلومه کړې هم وي، چي ولي؟

د ډاکتر مارلین بونسټروپ په نوم ددغي موندونکي ډلي يو ډاکتر وايي، زه هغه وخت دې ته متوجه سوم، چي ددغي څېړني د ګډونوالو دماغي آمواجو د پخوا په پرتله زيات بدلون موندلی وو.

په دې آړوند ياده برتانوۍ نفسیاتي ټولنه بشپړ تفصيل لري، که تاسي د عصبي رګونو د خونديتوب سره علاقه لرئ، داهم بايد هېر نه کړئ، چي آرام ذهن تر ټولو زيات د چټکي زده کړي وړتيا لري.

آيا دا چاره د نورو مهارتونو لپاره کار کوي؟

ښکاره ده، چي موټر چلوونه یوه کوچنۍ آزموينه ده، خو په ساده ډول يو مهارت دی.

دا کار د مغزي سکتې د ناروغانو لپاره ګټور دی او عادي حالت ته په بيرته راګرځېدو کي د هغوی سره مرسته کوي، خو زده کوونکي خپله هم بايد ددې کار سره ځانګړې علاقه ولري.

څېړنه ددې سوال لپاره مناسب ځواب نه لري، خو وايي، په دې برخه کي لا زيات کار ته آړتيا سته، مګر د زده کړي معمول ته ددا ډول کوچنيو ماتونو د ترکيب آړوند د فکر کولو لپاره ښه دليل لري.

پورتنۍ څېړني وښودل، چي هغه کسان چي په کافي آندازه خپل ذهن آراموي، د چټکي مطالعې زياته وړتيا لري او د خپرولو او زده کولو ځواک يې هم قوي وي.

ياد تمرين په دوامداره توګه تاسي ته د چټکي زده کړي آغېزمن تخنيکونه ښيي، چي ددې څېړني آساسي مفهوم وړاندي کوي.



آدب او کلتور زده کړه لوستنه ليکني او ژباړي مطالعه
t