افغان تکواندو لوبغاړو د ۳۲ هېوادونو اتل شو

افغان تکواندو لوبغاړو د ۳۲ هېوادونو اتل شو

د افغان تکواندو تنکيو ځوانانو د ۳۲ هېوادونو ترمنځ سيالۍ کې اتلولي خپله کړه.

د رسنيو د راپورونو په حواله، دا سيالۍ اردن کې شوي دي، چې پکې افغان ځوانانو درې د طلا، درې د سپينو زرو او دوه د برنزو مډالونو ګټلي دي.

فرزاد منصوري، غلام مرتضی صالح او احسام رحیمي د افغانستان لپاره د طلا مډالونه ګټلي دي.

دا لوبې د ۳۲ اسیايي هېوادونو تر منځ د جمعې له ورځې تر یکشنبې روانې وې چې په پای کې افغانستان د ډېرو مډالونو او امتیازونو په ګټلو اتل شو.




t