د رواني جګړې وسايل او هدف

د رواني جګړې وسايل او هدف

دویمه برخه

په دې جګړه یو هيواد کوښښ کوي چې د مقابل هيواد اغېزناکې مټې لکه، تلویزونونه، راډیوګانې، ويبپاڼې، چاپي رسنۍ، خواله رسنۍ یا سوشل ميډيا، ولسي او مذهبي ځايونه لکه منبر، ښوونځی، پوهنتونونه.. همدارنګه بانفوذه اشخاص لکه ملک، ملا، استاد…د خلکو د راټوليدو عامه ځايونه لکه پارک، جومات، هوټل… ميلې او داسې نور شيان  تر خپل کنټرول لاندې راولي او د مقابل هيواد د خلکو روحيه وځپي.

هدف: رواني جګړه چې د نرم ځواک په وسيله د پوځي او تودې جګړې تداوم دی، د دريو سترو هدفونو لپاره ترسره کېږي:

لومړی؛ د مخالفينو يا د مخاطبانو د هيلو له منځه وړل.

دويم؛ د مخالفينو د مشرانو د اعتبار ځپل او د هغوی په وړاندې د بې اعتمادۍ فضا زیاتول.

دريم؛ د مخاطبې ټولنې تر منځ درز اچول، قومي، سیاسي او مذهبي اختلاف او مخامختيا رامنځته کول.

په ټوله کې ويلی شو چې د رواني جګړې اصلي موخه په پټه او غیری ملموسه توګه پر دښمن د بريا ترلاسه کول دي چې د لاسته راوړلو لپاره يې لاندې ارونه په پام کې نيول کېږي:

لومړی؛ د افرادو غمجنول، په عملي، علمي، انځوریز، غږیز او یا ليکلي ډول.

دويم؛ ناهيلي خپرول، کوښښ کېږي چې موخو ته د رسیدو په برخه کې د افرادو مخنیوی وشي او پر نفس اعتماد ترې واخستل شی.

دريم؛ د ويرې او رعب خپرول او دښمن ته د ناسمو اطلاعاتو رسونه، څو دخلکو انګېزه او فکري تعادل وځپي.

وسیع الرحمن ابهام



معلوماتي، رواني جګړو بحث
t