جاکلین د ایوش شرما سره په یو نظامی فلم کي لوبېږي

جاکلین د ایوش شرما سره په یو نظامی فلم کي لوبېږي

د بالیووډ ښکلې او نوموتي سېنمايي ستورې جاکلین فرندایز د بالیووډ د نوموتي سېنمايي ستوری ایوش شرما سره د (Kwatha) په نوم په یو نظامی فلم کي لوبېږي. جاکلین د بالیووډ یو ډېره تکړه او باتجربه ستورې ده او په بالیووډ په خندا رویه انجلۍ مشهوره ده ځکه هر ځل چي ورته وګوري هغه به په خندا وویني.

ایوش شرما چي نوی بالیووډ نړۍ ته راغلی دی، ښه رول لوبولی دی او په یاد فلم کي به د یو نظامي افسر په رول راښکاره سي، هندي رسنیو د فلم د ډایریکټر په حواله ویلي دي چي جاکلین فرندایز به په یاد فلم کي د ایوش شرما په خلاف رول کي راښکاره سي. د یاد فلم ډایریکټر د فلم سکریپ فلمي ستورې جاکلین ته لیږلی دی او هغې هم خوښ کړي دي، خو تر اوسه لا دا نه دي ویل سوي چي هغې د فلم قرارداد امضاء کړي دي او که نه.

پاته دي نه وي چي په یاد فلم سنجي دت ته هم رول ورکول سوي دي، یاد فلم د بوبي خان له لوري رهبري کېږي او ډېر ژر به يي د شوټینګ چاري پیل سي.


بالیووډ فلمي نړۍ
t