په پکتیکا کې د خپلواکې ورځې نمانځنې تدابیر

په پکتیکا کې د خپلواکې ورځې نمانځنې تدابیر

په پکتیکا ولایت کې هم د هیواد د نورو ولایتونو په شان د خپلواکۍ ورځې لپاره تدابیر نیول شوي او لا هم روان دي.

ددغه ولایت ویاند زیار خان یاد وايي، ولایت مقام کې د بېرغ ملي ورځې شانداره نمانځلو لپاره تدابیر روان دي.

د نوموړي په وینا؛ نن مازیګر به لوی موټریز کاروان چې شاوخوا سل موټرې به پر ملي بېرغونو او د خپلواکۍ بېرته ګټلو اتل غازي امان الله خان انځورونو باندې پوښل شوي وي ښرنې ښار کې له هېوادنیو ترانو سره وګرځي.

ښاغلی یاد د مشاعرې او غزل ماښام جوړولو خبر هم ورکړی دی.

ده ویلي چې د ملي بېرغ مشاعرې او غزل ماښام ته هم تدابیر روان دي چې ولایت مقام کې به شانداره مراسم وي.

زیارخان یاد همداراز وايي چې د ښرنې ښار مرکزي څلورلارې او بېلابېل واټونه هم پر ملي بېرغونو پوښل شوي دي چې مازیګر به پکې لوی بېرغ هم د ولسونو له لوري هسک شي.


پکتیکا، ښرنه، بیرغ ورځ
t