د خراسان فوټبال لوبډله اتله شوه

د خراسان فوټبال لوبډله اتله شوه

د فاریاب د اتلولۍ لیګ کې د خراسان فوټبال ټیم اتل شو.

په دې سیالیو کې ۸ لوبډلو ګډون درلود چې پای ته ورسیدې.

ددې لوبو لیدلو لپاره لسګونه زره خلک نندارې ته ورغلي ول چې د خراسان لوبډلې د ۳۱ امتیازونو په لرلو سره ددې دور اتلولي خپله کړه.

د سرسبز او استقلال لوبډلو په ترتیب سره د ۲۷ او ۲۲ امتیازونو په ترلاسه کولو سره دویم او دریم مقامونه خپل کړل.

د لوبو غوره لوبغاړی د ۱۴ ګولونو په وهلو سره شکرالله کوهي ونومول شو.

 



خبرونه، ورزش، افغانستان
t