لغمان: ۸۵ کډوالو کورنیو سره مرسته وشوه

لغمان: ۸۵ کډوالو کورنیو سره مرسته وشوه

په لغمان کې د اکټیډ موسیسې له لورې ۸۵ کډوالو کورنیو ته د( ۲۵۵۰۰۰) امریکایې ډالرو په ارزښت کورونه جوړ او نن ورته کلي ګانې و سپارل شوې.

د لغمان د رسنیو دفتر وايي په همدې موخه دغه ولایت کې ځانګړي مراسم نیول شوي ول چې د لغمان والي اصف ننګ، یو شمیر چارواکو او د یادې موسیسو استازو په کې ګډون کړی و.

اصف ننګ د اکټیډ موسیسې څخه مننه کړې، چې په دې ولایت کې راستنو شو کورنیو سره د کورونو د جوړولو په برخه کې د نغدو پیسو تر څنګ د ساختماني موادو مرسته کوي.

نوموړي له نویو راستنو شویو او داخلي کډوالو سره د همکارۍ او مرستې ژمنه کړې.

ددغه ولایت د کډوالو چارو د ریس انجینر شاکرالله شاکر پر وینا په لغمان ولایت کې د اکټیډ موسیسې په همکارۍ یې د شلټر پروګرام له مخې ۸۵ کورنیو ته ( دوه کوټې، یو دهلیز، تشناب او نور ضروري ملحاقت) په اساسي ډول جوړ کړي.

دی وايي:

«د دغه یو شلټر لګښت ۳۰۰۰ امریکایې ډالره دی، چې په ترتیب سره هرۍ کورنۍ ته ۱۰۸۰ امریکایې ډالر نغدې او د ساختماني موادو په موخه ۱۹۲۰ امریکایې ډالر ورکړل شول، چې ټول لګښت یې ( ۲۵۵۰۰۰) امریکایې ډالره کیږي.»

هغه دغه راز وویل، چې یادو کورنېو ته په قست وار ډول نن ۱۸۴۰۰ افغانۍ هم ورکړل شوې.

ورسره مرسته شویو کورنیو هم له ولایتي ادارې او مرستندویه بنسټونو د مرستو له امله مننه کړې.

د لغمان د رسنیو دفتر وایي چې ددې موسسې له لورې به له کډوالو سره دا ډول مرستې جریان ولري.

 



خبرونه، کډوالو سره مرسته، لغمان
t