کندهار کې یو روغیتايي کلینیک ورغول شو

کندهار کې یو روغیتايي کلینیک ورغول شو

په کندهار ولایت کې د یوه روغتیايي کلینیک د رغولو راپور ورکړل شوی دی.

د افغانستان د ځمکو او ښار جوړونې وزارت وايي، دا کلینیک د تخته پل ولسوالۍ کې د عبدالله زي په نوم په معیاري ډول ورغول شو.

یاد وزارت ویلي چې دا کلینیک د ۲۱۰ متره مربع په مساحت ځمکه کې په يو منزل کې جوړ شو.

سرچینه وايي، ددې ودانۍ د رغولو لګښت چې ۸ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانۍ کیږي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له انکشافي بودجې ورکول شو.

 

 


خبرونه، بیارغوونه، کندهار
t